د ملګرو ملتونو اداره (یوناما) ویلي چې پروسږ کال په ننګرهار ولايت کې د ترهګرۍ پېښو او وسله والو جګړو له کبله ۵۷۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له جملې يې ۱۹۰ تنه وژل شوي او ۳۸۶ ټپيان شوي دي.
دا خبره د مارچ پر ۱۰مه نېټه د یوناما د بشري حقونو څانګې مشر سن ويسټر او نورو مسوولينو د ننګرهار ولایت مالي او ادارې له مرستیال ببرک میاخېل سره په ناسته کې وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د تېرو کلونو پرتله د ملکي وګړو په تلفاتو کې کموالی راغلی او هيله يې وښوده چې سږکال به د ملکيانو ژوند ته لا پاملرنه زياته شي.
دا هم وګورئ:
ننګرهار ناامني: یوه ډاکټره او اووه مزدوران وژل شويد بیان ازادي خطر ته مخامخ ده: افغانستان بشري حقونو کمېشن"افغان حکومت دې د خبریالانو هدفي وژنو مخه ونیسي"کابل: موټر بم برید ۱۴ تنه وژلي، لسګونه ژوبل
د ننګرهار ولايت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د ملکي وګړو پر تلفاتو خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې حکومت تل هڅه کوي، چې د ملکيانو ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
د ده يه خبره وسله وال مخالفين د جګړې پر مهال عامه ځايونه او ملکيان هدف ګرځوي او يا ترې د سپر په توګه کار اخلي، چې له وجې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
میاخېل زیاته کړه چې اړونده ادارو سره په همغږۍ به هڅه وکړي، چې سږکال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته لا ښه پاملرنه وشي.
د دې ناستې پر مهال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب په هکله په يو شمېر موضوعاتو بحثونه او لازم تصميمونه ونيول شول.