د خیبرپښتونخوا د کوهاټ پوهنتون انتظامیه وايي، د مارچ له ۱۵مې په یونیورسټۍ کې ځانګړې جامې یا ډریس کوډ عملي کوي.
له دی وړاندې هزارې، باچا خان او پېښور یونیورسټیو هم ورته اقدام عملي کړی دی.
د کوهاټ یونیورسټۍ ویاند ډاکټر ذیشان بنګښ د مارچ پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل چې د ځانګړو جامو موخه یې د بې وزله او شتمنو زده کونکو ترمینځ توپیر ختمول او د سیمې کلتور مطابق جامې اغوستل دي.
نوموړي زیاته کړه، په دې ډریس کوډ کې به هلکان له قمیص پرتوګ سره واسکټ او د جینز پرځای به له پتلون سره د لویو لستوڼو شرټ اچوي او په ژمي یا یخنۍ کې به پرې د پاسه کوټ یا جېکټ وي. د بنګښ په خبره، جینکۍ به هم قمیص پرتوګ، لوی لستوڼي او ابایې یا برقعې اچوي.
نوموړی زیاتوي دا اقدام یې د ګورنر له هدایاتو وروسته کړی.
ذیشان بنګښ دا ونه وویل چې په دې ډریس کوډ عمل نه کونکو لپاره به سزا یا جرمانه څه وي خو ویې ویل چې د ځانګړو جامو نه اچولو په صورت کې به هر ډیپارټمنټ یا څانګه د خپل زده کونکي خلاف اقدامات کوي.
ذیشنان بنګښ وايي چې د پوهنتون شاوخوا اویا فيصده زده کونکي د ډریس کوډ په حق کې دي خو په کوهاټ یونیورسټۍ کې زده کونکی زاهد وايي چې جامه اچول او سینګار کول د هر انسان خپله خوښه او حق دی.
''په سکول، کالج، پولیس او پوځ کې یوشان جامې یا یونیفارم وي خو یونیورسټۍ کې هر انسان ته دا ازادي وي چې هغه څنګه غواړي، هغسې ځان جوړ کړي. دلته انسان د شخصیت په اړه زده کړه کوي. موږ ته خپله ازادي پکار ده، موږ په خپله خوښه جامې اچول غواړو. موږ په سکول او کالج کې هم یونیفارم اچولی دی نو که اوس پوهنتون کې هم یو شان جامې اچوو نو دې هر څه کې فرق بیا څه شو؟''
دا هم وګورئ:
د پېښور پوهنتون ستونزې حل کړئ، جامې مو سمې دي: زده کوونکيد باچاخان پوهنتون زده کوونکو "د جامو او سينګار" اړونده بندېزونه رد کړل د هزارې پوهنتون انتظامیه دې د جامو او سینګار په باب خپله پرېکړه بیرته واخلي: زده کوونکيد کوهاټ یونیورسټۍ د ژورنلزم څانګې زده کونکې عزا ابراهیم وايي، د مالدار او غریب ترمینځ د فرق او د جنسي ځورونو ختمولو لپاره جامې نه بلکې سوچ بدلول پکار دی.
''د پوهنتون زده کونکي له دې ډریس کوډه خوشاله نه دي. که یوه جینۍ په ابایا کې وي او که قمیص پرتوګ کې خو دواړه قسمه له جنسي ځورونو سره مخامخېږي. که کورنۍ ته اعتراض نه وي نو بیا پوهنتون له هم نه ده پکار چې د یوچا جامه بدله کړي.''
په ورسیتو کې د هزارې ، باچا خان او پېښور پوهنتونو ځینو زده کونکو مشال رېډیو ته ویلي ول چې انتظامیه دې د جامو پرځای څیړونو، اکاډمک بحثونو او د زده کونکو بنیادي مسلو ته پام وکړي. دا چې په موجوده وخت کې یوازې د خیبر پښتونخوا په پوهنتونونو کې د ډریس کوډ عملي کېدل ولې پیل شو؟
په برتانیا کې څېړونکی فایق یوسفزی بیا وايي چې په یونیورسټیانو کې د ځانګړو جامو موخه پښتانه له خپل کلتوره لیرې کول او د ولس ترمینځ تقسیم پیدا کول دي.
''د یو ښه بدلون لپاره په نړی کې درې شرایط دي چې دا به د خلکو په خوښه کېږي، د دغه خلکو له سماج سره سمون خوري او د هغوی سمدستي ضرورت به وي. دا په اصل کې دا هغه جابر ذهنیت څرګندونه کوي چې په خلکو له بهره راتپل شوی کلتور په وچ زور ومني او د هغوی اصلي رنګ ترې ورک کړي. زما په خیال دوی له دې لارې (ډریس کوډ) د عربو کلتور راوستل غواړي. په پوهنتون کې د خلکو د اکاډمک نه زیاته ټولنیزه زده کړه کېږي او دلته خلک د خوښې ترڅنګ د جامو په اړه هم زدهکړه کوي. دا اقدام د پرمختک او د نوښتګری مخنیوی دی.''
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، د ځوانانو پرمختیا لپاره مثبته بدلون یې په لومړیتوبونو کې دی خو بیا ځینې څېړونکي دا نظر لري چې د دې ګوند په واک کې له راتللو سره د پښتنو اصلي کلتور له پامه غورځول کېږي او د ځوانانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف غړي او د کلتور وزیر شوکت یوسفزي مشال رېډیو ته وویل چې ګوند یې په پوهنتونونو کې د ځانګړو جامو په حق کې دی او دا به د زده کونکو راتلونکې ښه کولو کې مرسته وکړي.
''ډریس کوډ څه بده خبره نه ده چې په پوهنتون کې راشي. نن سبا خلک ډېرې ګرانې جامې اچوي او په پوهنتون کې غریب زده کونکي هم وي چې پکې احساس کمتري راځي. ډریس کوډ عملي کول د پوهنتون د انتظامیې خپل کار دی خو باید پر دې ټول اعتماد کې واخیستل شي.''
د کوهاټ پوهنتون د ویبپاڼې له مخې په دې یونیورسټۍ کې دا مهال له ۶۰۰۰ زیات زده کونکي دي.