ننګرهار: "مروارید دوه" کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دا کانال کابو دوه کاله د مخه د یادې موسسې پخواني مشر ډاکټر نامورا ډيزاین او جوړېدو چارې یې پیل کړې وې.

په ننګرهار کې د جاپاني موسسې پي ایم اېس له لورې د څه باندې دوه میلیونو ډالرو په ارزښت د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کچړې سیمه کې د مروارید دوه په نوم کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا کانال قابو دوه کاله د مخه د یادې موسسې پخواني مشر ډاکټر ناکامورا ډيزاین کړی و او جوړېدو چارې یې پیل شوې وې.

ډاکټر ناکامورا د ۲۰۱۹ز کال د ډیسمبر پر څلورمه نېټه د خپلو څلورو ساتوونکو او یو موټر چلوونکي سره یو ځای په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لورې ووژل شو.

د پي ایم ایس موسسې مسوولینو هماغه وخت ویلي ول چې د ډاکټر ناکامورا ټولې پلان شوې پروژې به د ننکرهار له چارواکو سره په همغږۍ بشپړوي او د نویو پروژو لپاره به فنډ راټولوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مارچ پر ۱۳مه د مروارید دوه کانال د پرانستې پر مهال وویل، د دې کانال بندونه، فرعي او عمومې ویالې، زابرونه او د اوبو اړولو سیستم په اساسي بڼه جوړ شوي دي.

د ده په خبره دا کانال به ۸۵۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۳۲۵۰ کورنې به ترې ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې یادې جاپانۍ موسسې په تېرو کلونو کې په کوز کونړ، بهسودو او کامې ولسوالیو کې د کونړ پر سیند د سربندونو په جوړولو سره په زرګونه هکتاره ځمکې خړوبې کړي او له سربندونو نه علاوه یې ښوونځي، جومات او مدرسې هم جوړ کړي دي.

د پي ایم ایس موسسې چارواکي وایي چې دوی به په ننګرهار کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.