د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د حقونو او خيرښېګڼې ادارې (يونيسېف) په مرسته د قبايلي ضلعو د سکولونو او ماشومانو د تعليمي حالت ښه کولو په موخه د استادانو او مياندو او پلرونو د شوراګانو (پيرنټ ټيچر کونسل) د تربيې يوه لړۍ پيل کړې.
دا شوراګانې په سکولونو کې د بنيادي اسانتياو برابرولو او بياودانۍ چارو د څارنې ترڅنګ د استادانو او ماشومانو حاضري هم يقيني کوي.
له پاکستانه په انګرېزۍ ژبه خپرېدونکې ايکسپريس ټربېون ورځپاڼې د مارچ پر ۲۲مه په قبايلي ضلعو کې د پيل شوې دې تعليمي پروژې په اړه يوه ليکنه خپره کړې.
په ليکنه کې د مارچ پر ۲۱مه د يونيسېف لخوا د خپرې شوې يوې اعلاميې په حواله ويل شوي چې دې ادارې د پروسږ کال له ډېسمبره تر دې دمه د دې شوراګانو ۲۱۹۰ غړي، چې ۱۱۶۴ يې مېرمنې دي، تربيه کړي چې د سکولونو په ښه توګه چلولو په برخه کې خپل مسوليتونه وپېژني.
په دې لړ کې د مومندو د يکه غونډ تحصيل د خټکي شريف کلي د سرکاري های سکول د شورا يو غړي ارشد خان مومند، چې زوی يې په دې سکول کې سبق وايي، د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی د سيمې د ټولو شوراګانو چيرمينانو او سېکرټريانو ته ټريننګ ورکړل شوی دی.
دا هم وګورئ:
په خیبر پښتونخوا کې ۱۸ لاکه ماشومان ولې له سکولونو بهر دي؟د خیبر پښتونخوا سکولونو کې دې استادان زده کوونکي نه وهي: میندې پلرونه'د استادانو لپاره تنخا نه لرو'د ده په خبره، په سکولونو کې د مرمت او بياودانۍ چارې د مخکې پرتله ښې روانې دي، خو زياتوي چې د يو استاد کار اوس ډېر شوی دی.
''د سکول په هره يوه مساله استادان او پلاران په خپلو کې سلا کوي. حکومت د دې شورا بانک اکاوټ ته پيسې رالېږي چې په سکول کې د ضروري مرمت کارونه ورباندې کېږي. د سکول هيډماسټر يا هېډ ماسټره د شورا سېکرټري وي او د چيرمين يا چيرپرسن عهده له يوه پلار او يا هم يوې مور سره وي. د مومندو د ټولو سکولونو د شوراګانو د سېکرټريانو او چيرمينانو ټريننګ شوی دی. پروګرام ډېر ښه دی خو زما په اند، د استاد کار ورسره زيات شوی دی. هغه به اوس ماشومانو ته سبق هم ښيي او د سکول د بيارغونې چارو څارنه به هم کوي.''
د سکولونو د استادانو او د ماشومانو د مياندو اوپلرونو شوراګانو د تربيې دا پروګرام په شمالي وزيرستان کې هم پلي شوی دی.
د دته خېل تاصيل د منظر خېلو کلي د مډل سکول يو استاد نسيم محمود، چې د شورا غړی دی، وايي دوی توانېدلي چې د خپل سکول چاردېواري جوړه کړي او هم پکې د څښلو د اوبو بندوبست وکړي.
''د سکول چاردېواري مو په ۱۲ لاکه روپۍ جوړه کړه. په سکول کې مو د څښلو د اوبو سخت تکليف وو، هغه مساله مو هم له خيره حل کړه. اوس خو سم کار دی، اکاونټ ته مو پيسې راشي، له بازاره سيمنټ او باجري راوړو، کاريګر او مزدور مو هم خپل وي. د شورا ټوله توجه د سکولونو او د ماشومانو د تعليم حالت ښه کولو ته ده.''
موږ هڅه وکړه چې د يونيسېف د پروژې په اړه د دې ادارې له کوم چارواکي هم معلومات ترلاسه کړو، خو په پاکستان کې د ۲۳م مارچ د چوټۍ له وجې په دغسې کولو و نه توانېدو.
البته په شمالي وزيرستان کې د تعليم محکمې يو چارواکي فدا وزير پر هم ياده نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دې ضلعې په ټولو سکولونو کې شوراګانې جوړې دي، چې ورسره د ده په خبره، د ماشومانو د تعليم حالت تر پخوا ښه شوی.
نوموړي وړانديز وکړ چې د تربيې دا پروګرام بايد د شورا د ټولو غړيو، په تېره د ښځينه هغو لپاره هم وي چې يو زيات شمېر نجونې سکولونو ته جلب شي.
''د شورا غړي، د دې ترڅنګ چې د سکول د بياودانۍ کارونه څاري، دا ورته هم ښوول کېږي چې د ماشومانو لپاره به يو ښه تعليمي ماحول څنګه جوړوي. دوی دا هم ګوري چې ټول ماشومان سکول ته ځي او استادان يې خپله ډيوټي په سمه توګه کوي او که نه. زموږ په ضلع کې د هلکانو او هم د نجونو د سکولونو ۸۶۴ شوراګانې جوړې دي. يوه مساله چې موږ ورسره مخ يو هغه زموږ د مېرمنو د تعليم ټيټه کچه ده. له همدې وجې د ښځينه شوراګانو کارکردګي د تسلۍ وړ نه ده. زما وړانديز به دا وي چې د تربيې په دې پروژه کې د يوې شورا اته واړه غړي شامل شي. په تېره زموږ مېرمنو ته د ټريننګ زيات ضرورت دی، چې دوی په کورونو وګرځي او نجونې او د هغوی مياندې او پلرونه د تعليم پر ارزښت وپوهوي.''
د خيبر ضلعې د تعليم محکمې يو چارواکی نثار خان هم د سکولونو د شوراګانو له کارونو خوښ دی او وايي چې دوی جوګه شوي چې په کم لاګت او لږ وخت کې په سکولونو کې نوې کوټې، تشنابونه او يا هم چاردېوارۍ جوړې کړي.
''موږ د خيبر په سکولونو کې د نويو خونو، تشنابونو، چاردېواريو او د اوبو سکيمونو په جوړولو څه د پاسه ۴۶ کروړه روپۍ ولګولې. سي اينډ ډبليو محکمې به موږ ته يوه کوټه په ۲۳ لاکه روپۍ جوړوله او تر يوه کال زيات وخت به يې پرې لګاوه. اوس يې موږ د شورا له لارې په اته لاکه روپۍ، سره له برنډې جوړوو او هغه هم په شپږ مياشتو کې.''
د ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې په ليکنه کې د يونيسېف په حواله ويل شوي چې په ټريننګونو کې يې شوراګانو ته اهداف مقرر کړي چې پر ټاکلې وخت ورته د رسېدو په صورت کې به د هغوی د سکولونو د پرمختيايي چارو لپاره اضافي پيسې ورکول کېږي.
ليکنه د يونيسېف په حواله زياتوي چې په جنوبي وزيرستان کې يې له تيارو چتونو او ديوالونو ۱۱ سکولونه جوړ کړي، چې دا وخت پکې ۵۳۴ ماشومان، چې ۲۰۸ يې نجونې دي، زده کړې کوي.