د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (مارچ ۲۴مه) د دغه هېواد په نيمروز ولايت کې کمال خان بند پرانيست. د اوبو دغه لوی بند نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
ولسمشر غني د کمال خان بند پرانیست غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دا د افغانستان لپاره حیاتي دی او په دې سره به نیمروز له نوې سره ورغول شي.
ده وویل: "ویاړم چې د افغانانو د پېړیو هیله نن په سترګو ګورو، خو لومړی باید اوبه په مؤثره توګه مدیریت کړو، نن موږ اوبه ضایع کوو، خو باید د قطره یي اوبو مدیریت رامنځته کړو چې قیمت یې له تېلو لوړ او لس چنده زیاتېږي."
ولسمشر غني وویل، ډېر ژر به د کمال خان بند ترڅنګ یو کرنیز او د اوبو څېړنیز مرکز پرانېستل شي، چې د کمال خان بند او دغه بند ته د نورو سیندونو بهېدونکي اوبه په سمه توګه مدیریت شي.
کمال خان بند پرانېسته پر داسې دا مهال کېږي چې په افغانستان کې د اوبو سمبالولو اوونۍ روانه ده.
افغان ولسمشر غني پرانیست غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د ټول هېواد د خلکو لپاره باید د بندونو د ساتنې او دفاع په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي: "موږ باید د کمال خان بند د خپلې سترګې د کسي غوندې وساتو، د افغانستان او نیمروز ټول خلک باید یو ټولنیز پیمان ته راولو چې د دغو بندنو خوندیتوب او دفاع خلک وکړي."
ولسمشر په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دغه شان سترو او ملي پروژو په اړه فکر وکړي او په خبره یې د ولسي ګټو ځایونه (عامه تاسیسات) دې له منځه نه وړي، خو طالبان وایي چې دوی هم د دغې پروژې د پرانېستې ملاتړ کوي.
د بند پرانيستې پر مهال د افغان ولسمشر مرستيالان امر الله صالح او سرور دانش او د نور مرکزي او ولايتي چارواکې موجود ول.
د اوبو چارې سمبالولو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک مشال راډيو ته ويلي چې اوس به دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خپلواک زیاته کړه: "د کمال خان بند په وسیله به د نیمروز خړې دښتې زرغونې او لکونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي."
کمال خان بند په چهار برجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د ۹۵ کیلوميټرۍ په اندازه واټن کې پروت دی.
د اوبو سمبالولو ملي اداره وايي چې کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب ميټر اوبو زېرمه کولو او د یو لک او ۷۴ زره هېکټره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري. د دې تر څنګ دغه بند تر نهه مېګا واټه پورې برېښنا تولیدولای شي.
اداره وايي، کمال خان بند د افغانستان د حکومت له خوا د شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان دولت د پراختیایي بودجې په لګښت جوړ شوی.
د دغه بند په جوړولو کې ځاني قربانۍ هم ورکړل شوي او د ساتنې په ترڅ کې یې یوشمېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.
د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د بند جوړولو په دې ترڅ کې ۳۹ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
کمال خان بند ۱۶ ميټره جګوالی لري او د هلمند سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی. د دې سیند اوبه هامون جهيل ته بهېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډ جھیل دی.
د افغانستان په نیمروز کې کمال خان بند، په هرات کې سلما بند او په فراه کې بخش اباد بند د دې هېواد تر ټولو لوی بندونه دي چې د ایران په ګاونډ کې پراته دي، خو افغانستان کې د بندونو جوړول د ایراني چارواکو لپاره حساسیت پاورونکي دي.