''د پلرونو په اېوارډ خوشاله يو، خو قاتلان يې نيول غواړو''

د وژل شوي خبریال حیات الله خان داوړ بچیان

په ۲۳م مارچ د پاکستان ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې په ايوان صدر کې د دې هېواد د ولسمشر لخوا د نورو ترڅنګ د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د ميرعلي حيات الله خان داوړ او ميرامشا ملک ممتاز خان داوړ ته تر مرګ پس ولسي جايزه/ سېول اېوارډ ((ستاره شجاعت)) ورکړل شو.

په ايوان صدر کې د اېوارډ ورکولو دستورې کوربه وويل چې دې دواړو خبريالانو ته د بهادرۍ تمغه ځکه ورکړل کېږي چې دوی د وسله والو د دړکو باوجود د هغوی ظلمونه په ډاګه کول او هم دغه وجه وه چې وسله والو دوی ووژل.

که څه هم د حيات الله او ملک ممتاز کورنۍ پر دغه جايزو خوښي څرګنده کړه خو زیاتوي خپګان ورته پر دې دی چې تر دې دمه يې د پلرونو قاتلان ونه نيول شول او نه ورسره په سمه توګه حکومتي مرستې وشوې.

۳۲ کلن حيات الله خان چې د پاکستان اوصاف او ځينو نورو رسنيو سره يې کار کاو په ۲۰۰۵ م کال کې وسله والو وتښتولو او شا وخوا شپږ مياشتې پس يې په ميرامشا کې مړی وموندل شو.

د نوموړي زوی کامران حيات په ۲۴ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې کله يې پلار ووژل شو نو د ده عمر څلور کاله وو او نور پینځه وروڼه خویندې يې هم ماشومان ول.

خبریال حیات الله خان د خپلې دندې پر مهال

دی زیاتوي، د هغه وخت حکومت يې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه چې د کور لپاره به په پېښور کې ځای ورکوی خو تر دې دمه يې ورنکړ.

نوموړی وايي ده او خویندو وروڼو يې په حکومتي خرچه يوازې تر دوولسمه پورې زده کړې کړي دی.

کامران وايي له حکومته يې دا غوښتنې دي چې د پلار وژنکي دې ونيسي او له دولسم پورته زده کړو لپاره دې ورسره مالي مرسته وکړي: (د حکومتي وعدو باوجود تر دې دمه زموږ د پلار قاتلان نه دي نيول شوي. زموږ مالي وس نه کېږي او د پوهنتون خرچه زياته ده نو له حکومته مو خواست دی چې دا خرچه موږ ته راکړي.))

یو بل خبريال ملک ممتاز خان داوړ چې د پاکستان جيو او خيبر ټيليویژن سره يې کار کولو په ۲۰۱۳ م کال کې ناڅرګنده وسله والو په میرامشا کې ووژلو. د نوموړي زوی سلېمان خان وايي چې کله د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ۲۳ م مارچ ده ته د پلار د بهادرۍ تمغه ورکوله نو ده ورته وويل چې تر دې دمه هغه لس لکه روپۍ نه دي ورکړل شوي کومې چې اته کاله مخکې د پلار تر مرګ وروسته د پاکستان حکومت اعلان کړې وې. سلېمان وايي ولسمشر ورته وويل چې وروسته دې د ده له ماتحت چارواکو سره وويني خو نوموړی وايي هېچا ورته وخت ورنکړ.

خبریال ملک ممتاز خان

سلېمان خان په ۲۴ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې کله یې په ۲۰۱۳ ز کال پلار ووژل شو نو ده او نورو درېوو وروڼو خویندو يې زده کړې کولې او د ګټې وټې دغه يوه وسيله يې هم ختمه شوه. نوموړی وايي له حکومته يې غوښتنه ده چې یادې لس لکه روپۍ دې ورکړي او د پلار وژونکي دې ونيسي: (يو خوا زما پلار ووژل شو نو بلخوا په پوځي عملياتو کې زموږ دکانونه او مارکېټونه وران کړل شول نو زموږ حالات تر دې دمه نه دي سم شوي. تر مرګه به زما دا خواهش وي چې زما د پلار قاتلان معلوم او ګرفتار شي.)

خو د قبايلي خبريالانو اتحاديې پخواني مشر صفدر داوړ په ۲۴ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې له ۲۰۰۵ م کال راهيسې تر دې په قبايلي سيمو کې په وژل شوو ۱۵ خبريالانو کې د څوارلسو وژونکي هم نه دي معلوم او د يولسو خبريانو له کورنيو سره له سره حکومتي مرستې نه دي شوي. نوموړی وايي يوازی د ډيوه رېډيو خبريال مکرم خان عاطف وژنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان د هغه وخت وياند منلې وه.

په ۲۰۱۲ م کال کې وژل شوی مکرم خان عاطف د مومندو ضلعې وو. داوړ وايي اوس هم په قبايلي ضلعو کې رپورټنګ کول ګران دي ځکه چې دلته هدفي بريدونه او چاودنې دوام لري او دا خبره غلطه ده چې وسله والې ډلې ختمې کړل شوي دي. پر دې سربېره د امنيتي ځواکونو په موجودګۍ کې هم رپورټنګ اسان نه دی: (موږ خبريالانو ته دړاکې راکړل کيږي. په قبايلي ضلعو کې په لکونو او زرګونو شمېر کې پوځ پروت دی او نورې ادارې دي. مطلب دا چې موږ د مګرمچانو له تالابه خبر راوباسو او نړۍ ته وايو چې دلته دا حالات دي.)

که څه هم د وژل شوو خبريالانو حيات الله او ملک ممتاز زامنو او صفدر داوړ د چا نوم ياد نکړ چې د خبريالانو د وژنو تر شا په اصل کې څوک دي خو داوړ وايي په خبريالانو د بريدونو او فشار له کبله په قبايلي سيمو کې رپورټنګ سم نه کيږي چې له وجې يې نړۍ ته د قبايلو د ستونزو حقيقي تصوير نه وړاندې کېږي.

دا هم وګورئ:

د قبایلي سیمو وژل شوي خبریالاند فاټا خبریالان سرژغورنه غواړينو ګو اېریاز ( دلته نه شې تلی) کورمې ته د نورو سیمو د خبریالانو په ورتګ بندېز اندېښنې راپارولي

له قبايلي ضلعې خیبره د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی محمد شفيق په ۲۴ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې د حيات الله او ملک ممتاز د کورنيو غوښتنې به پوره کوي او د خبريالانو وژونکې به نيسي. نوموړی وايي اوس په قبايلي سيمو کې ازادنه رپورټینګ کيږي. د ده په وینا نن سبا په قبايلي سيمو کې پر خبريالانو د هېچا څه قسمه فشار نه شته او که فرض کړه پر یو چا وي نو دوی ته دې یې ووايي.