برما د کورنیو جګړو له احتمال سره مخ دی: شرنر

په برما کې د مارچ پر اته د پوځي کودتا پرضد مظاهرې. ارشیف- انځور

د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازي امنیت شورا ته ویلي چې دغه هېواد د کورنیو جګړو له احتمال سره مخ دی او "د لا نورې وینې تويېدو ويره ده" ځکه چې پوځ د کوتاد ضد لاریون کوونکو خلاف عمليات تیز کړي دي.

دا هم وګورئ: امريکا له برما څخه د خپل سفارت ځينو کسانو ته د وتلو امر کړی

د مارچ پر ۳۱مه شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې کریسټین شرنر برګنر له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي خو هغې دا ونه ویل چې څه باید وشي.

ځينې خبري اژانسونو د نوموړې خبرې راخېستې او ويلي دي چې کريسټين د پوځي کارروايي په هکله ویره لرونکې ارزونه وړاندې کړه او امنیت شورا ته یې وویل چې برما په یوه ناکامه رياست د بدليدو په حال کې ده.

په برما کې د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه پوځ واک ترلاسه کړ او منتخبه مشره انګ سان سوچي يې له واکه لیرې کړه. د دې په غبرګون کې په ټول هېواد کې لاريونونه وشول.

د څارونکو په وينا په مظاهرو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي.

دا هم وګورئ:

په برما کې پر مظاهره چیانو تشدد د منلو وړ نه دی:ګوتېرش ولسمشر جوبایډن په برما کې د پوځ له خوا د خلکو وژل غندلي برما کې د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال سلګونه نیول شوي کسان خوشې شول