امریکا د هېواد ۱۰۰ میلیونه وګړو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسینو لګولو هدف ته نېږدې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي چارواکي د کورونا وایرس د نویو بڼو له وجې د پېښو زیاتېدو او د کاروبارونو بیا پرانیستو په اړه خبرداریو ته دوام ورکوي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو له پرونیو ارقامو سره سم، تر اوسه ۹۹،۶ میلیونه خلکو ته د کووېډ-۱۹ واکسینو لږ تر لږه لومړۍ پیچکاري یا ستن لګول شوې.
دا شمېر د امریکا د ابادۍ ۳۰ فیصده برخه جوړېږي.
ارقام ښيي چې شاوخوا ۵۶ میلیونه امریکایانو ته د واکسینو دواړه ستنې لګېدلې دي.
کله چې ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه دنده پیل کړه نو ځان ته یې د خپل واک په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د ۱۰۰ میلیونه خلکو واکسینولو هدف ایښی وو.
د نوموړي د حکومت نوی هدف اوس ۲۰۰ میلیونه واکسیني ستنې لګول دي.
دا هم وګورئ:
که څوک د کووېډ-۱۹ وکړي بیا به هم ماسک کاروي؟په امریکا او اروپا کې میلیونونه کسانو ته د "کوېډ-۱۹" ضد واکسین لګېږيبایډن له بې وزله هېوادونو سره د واکسین پروګرام لپاره مرسته اعلان کړيپه یووالي سره به مخ ته درومو: ولسمشر جو بایډند ماډرنا او د فایزر بایواېنټېک کمپنیو واکسینونه د دوو پیچکاریو په لګولو بشپړېږي. له یوه بل خبر سره سم، فایزر او د جرمني بایواېنټېک شرکتونو د خپل کووېډ-۱۹ واکسینو د اوږدمهاله اغېزناکۍ په اړه تازه پایلې خپرې کړې دي.
دې کمپنیو ویلي دي چې واکسین، د دواړو ستنو تر لګېدو شپږ میاشتې وروسته، د ناروغۍ علاماتو په مخنیوي کې ۹۱ فیصده موثره دي.
دوی زیاتوي چې دا واکسین له سختۍ ناروغۍ څخه د خلکو په ساتنه کې لا زیات اغېزناک دي.