د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اپرېل پر شپږمه پاکستان ته ځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپرېل پر شپږمه پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو اعلی حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

دا معلومات د اپرېل پر لومړۍ نېټه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په رسمي ټویټر ایکاونټ خپاره شوي دي. د راپورونو تر مخه له سرګي لاوروف سره به د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړې استازی ضمیر کابلوف هم ملګرې وي. په دې سفر کې به په خپل مینځي اړیکو، ترهګرۍ ضد جګړې او د اقتصادي همکارۍ په چارو خبرې کېږي.

پاکستان ته د سرګي لاوروف د سفر مقصد څه دی؟

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی نوید صدیقي وايي چې له تیرې څه مودې راهیسې د روسیې، چین او پاکستان تر منځ همکاري ډېره شوې ده.

دا هم وګورئ: حنيف اتمر او شاه محمود قرېشي د افغانستان پر سولې غږيدلي

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځینو چارواکو له قوله وايي چې د سفر یوه مهمه موضوع د روسیې او پاکستان تر منځ د شمال او جنوب پایپ لاین منصوبه عملي کول دي. په دې اړه د پیپلز ګوند په پخواني حکومت او د جنرال مشرف په واکمنۍ کې ځیني پرمختګونه شوي وو. پاکستان تر اوسه په دغه اړه چوپه خوله دی او د هغې لوی علت دادې چې امریکا ناراضه کول نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي دي. په دغه لړ کې روسیې د مارچ پر ۱۸مه په ماسکو کې د یو کانفرانس کوربه توب هم وکړ.

د مسکو کانفرانس یوه څنډه

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد وايي چې روسیه د سولې په مذاکراتو کې خپلې ګټې لري، چې د ترلاسه کولو لپاره یې د پاکستان کردار ډېر مهم دی.

نوموړی زیاتوي چې دا ټولې هلې ځلې د افغانستان په اړه د راروان اسیا زړه کانفرانس د بریالیتوب لپاره روانې دي.

په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره دا هلې ځلې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ولسمشر جو بایډن انتظامیې ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د ځواکونو ویستل به یو مشکل کار وي.

په اسلام اباد کې د سیاسي او سیمه ییزه چارو شنونکی شایق حسین وايي، پاکستان دا فکر کوي چې د بایډن انتظامیه د افغانستان د ستونزې د هوارۍ نه پرته په پاکستان کې نوره خوښي نه څرګندوي، نو له دې کبله له روسیې سره خپلو اړیکو ښه کولو ته اهمیت ورکوي.

دا هم وګورئ:

افغان حکومت او طالبان د سولې د خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي د طالبانو امارات سره د امریکا، روس، چین او پاکستان مخالفتسرچینې وايي طالبان درې میاشتني اوربند ته رضا شويد سولې لپاره د ترکیې او روس په غونډو کې ګډون کوو: محب

نوموړی زیاتوي چې په دې تیره موده کې د پوځي او دفاعي چارواکیو په کچه هم د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري لا ډېره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته د راتګ څخه وړاندې هند ته ځي او هلته به د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر سره ویني.

لاوروف به له پاکستان څخه وروسته قازقستان، ایران او مصر ته هم سفرونه کوي.