د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لپاره د ترکیې او روس په غونډو کې ګډون کوو: محب


حمدالله محب
حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مارچ په ۱۳مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې افغان حکومت تیار دی چې دې غونډو ته خپل پلاوي ولېږي خو د ده په وینا لا هم په دې غونډو کې د ګډونوالو کچه نده معلومه.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا پر دې کار کوي چې د نورو هېوادونو او طالبانو د ګډون کچه معلومه کړي.

د روس بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې په مسکو کې به د افغانستان په اړه غونډه د مارچ په اتلسمه کېږي. د راپورونو ترمخه د ترکیې په استنبول کې به بله غونډه د مارچ په ۲۷ وشي.

د ترکیې کنفرنس د افغانستان سولې لپاره په ټپه ولاړو خبرو یوې نتيجې ته رسولو هڅه ياده شوې ده. تر اوسه طالبانو په دې غونډو کې د ګډون پخلی نه دی کړی.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت ويلي‌چې که سوله وشي، طالب جنګيالي به په امنيتي ځواکونو کې ځای پر ځای کړي.

د دفاع مرستيال وزیر، شاه محمود میاخېل د مارچ په ۱۳مه، ازادي راډیو ته وویل چې د سولې پروسې د بریا په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د ادغام لپاره شرایط مشخص دي.

دی وايي که سوله بریالۍ او یوه موافقه وشي، هر څوک چې افغان وي او پر شرایطو برابر وي، کولی شي په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې شامل او خپله دنده مخ­ته یوسي.

نوموړی زياتوي: ((دغه ځواکونه یو لړ شرایط لري. که هر څوک دغه شرایط پوره کړای شي، کولی شي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړي.)) د ميا خېل په خبره په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته هم ډير طالب وسله وال په افغان امنيتي ځواکونو کې ځای پر ځای شوي وو.‌

دا هم واورئ: د افغانستان په سوله کې ممکنه خنډونه څه دي؟

افغانستان سولې بهير کې ممکنه خنډونه او د پاکستان رول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:40 0:00

XS
SM
MD
LG