په ننګرهار کې قبایلي مشرانو د جمهوري نظام په ملاتړ غونډه وکړه

قبایلي مشر ملک سبحان الله شينواري وویل، ولس ځکه پر ملي پوځ معامله نه مني چې د پوځ په لیکو کې هرې کورنۍ خپل ځوانان د ملک د ساتلو په لار کې قرباني کړي دي.

په جلال اباد کې د ختیځ زون په کچ قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې د اوسني نظام د ملاتړ تر څنګ د داسې سولې غوښتنه وکړه چې د افغانانو ملي او دیني ارزښتونه پکې خوندي وي.

د افغانستان په ختيځ کې قبایلي مشران، دیني عالمان او مدني فعالان د اپرېل په درېیمه نېټه په جلال اباد ښار کې يوه هوټل ته ورټول شوي ول او د يوې غونډې په تر سره کولو سره یې د داسې سولې غوښتنه وکړه چې د افغانانو مال، عزت او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

د کونړ ولایت ديني عالم مولوي نجیب الله حقاني وویل، د سولې په خبرو کې دوی ته د ملي پوځ ړنګېدل په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي.

نوموړي وړاندې وویل، " ملي پوځ زموږ د ملک وقار او عزت دی. موږ داسې سوله نه غواړو چې ملي پوځ په کې د پخوا په څېر له منځه لاړ شي. همدا ملي پوځ دی چې زموږ له خاورې او ناموس نه دفاع کوي. که خدای مه کړه يو ځل بیا زموږ پوځ د مصلحتونو ښکار شي. افغانان به په یو نوي کورني جنګ واوړي."

قبایلي مشر ملک سبحان الله شينواري وویل، ولس ځکه پر ملي پوځ معامله نه مني چې د پوځ په لیکو کې هرې کورنۍ خپل ځوانان د ملک د ساتلو په لار کې قرباني کړي دي.

نوموړي وړاندې وویل، "موږ په تېرو لسیزو کې ولیدل چې د ملي پوځ تر څنګ زموږ ټول نظام د تش په نوم سولې قرباني شو. موږ ولیدل چې د پوځ له ړنګېدو سره، زموږ ټول ارزښتونه له خاورو سره خاورې شول. اوس چې بیا د سولې خبرې روانې دي، موږ هيڅکله داسې سوله نه غواړو چې یو ځل بیا مو په کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي."

د ننګرهار ولایت مدني فعال نوراغا ځواک وویل، افغانان د داسې سولې غوښتونکي دي چې د افغانستان ټول بنسټونه او ارزښتونه په کې خوندي پاتې شي.

نوموړي وړاندې وویل، "موږ سره په نننۍ غونډه کې هيڅ دولتي مامور او چارواکی نشته، خو ټول ځکه د نظام د ساتلو ملاتړ کوي چې د همدغه نظام پايښت د هیوادوالو پايښت دی. دا اوس چې د موقت حکومت خبرې رواني دي، دا ځکه ولس ته د منلو وړ نه دي، چې بیا کورنيو جنګونو ته لاره خلاصوي، ټوپک سالاري، پاټک سالاري او قوماندان سالاري ته زمینه برابروي. که هر څوک واک او رهبري غواړي، نظام ته دې داخل شي او د ټاکنو له لارې دې واک تر لاسه کړي، بیا به يې موږ ومنو."

د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو، د ښځو د پرمختګ او د بیان د ازادۍ په سر د هيڅ ډول معاملې د نه منلو ګواښ وکړ او په طالب استازو يې غږ وکړ چې د افغانانو له غوښتنو سره سم دې د سولې د خبرو د بریالیتوب په موخه سمدستي اوربند ته غاړه کېږدې.