د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دره نور ولسوالۍ په شميل سیمه کې یې د جنوبي کوریا په مرسته ۴.۴ ميلیونو ډالرو په ارزښت ۳۴۰ کیلو واټه د اوبو او لمرينه بجلي ګټه اخیستو ته وسپارل شوه.
په همدې موخه د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له نورو ګڼو مسوولینو او د ولس د استازو په ملتیا د اپرېل په پینځمه نېټه د دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه ته ولاړ او یاده لمریزه برېښنايي پروژه يې پرانیسته.
امرخېل وویل، دا لمریزه برېښنا به دوه زره کورنیو ته برېښنا ورسوي: "په دې پروژه کې ۲۰۰کیلو واټه لمریزه او ۱۴۰ کیلو واټه د اوبو څخه تولید شوې برېښنا شامله ده چې د دې ولسوالۍ په اته کلیو شيمل، کندک، چيوال، لمټک، مجکنډول، لاګايک، ستن او بمبه کوټ کې به دوه زره کورونه، يو ديرش جوماتونه، اووه ښوونځي، دوه کلينيکونه او شل وړې فابريکې د برېښنا له نعمت څخه ګټه واخلي."
د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د پروګرامونو مرستيال وزیر پوپل حبيبی وويل، د دې پروژې ساتنه او ترميم د يو کال لپاره تطبيقوونکی شرکت په غاړه لري او ژمنه يې وکړه چې دا پروژه به لا غښتلې او پراخه کړي.
نوموړي وړاندې وویل:"دا پروژه د دره نور ولسوالۍ لپاره يوه حياتي پروژو ده چې په دې ولسوالۍ کې به توليدي چارې ګړندۍ شي او د دې ولسوالۍ توليدات به پر هېواد سربېره نړیوال بازار هم پيدا کړي."
دا هم وګورئ:
په ننګرهار کې لمریزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوهننګرهار: د بريښنا دویم سب سټیشن فعال شوننګرهار: د مېوې او سبزې نوې منډۍ پرانستل شوهد جنوبي کوریا د مالي مرستې تر څنګ دا پروژه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په هلو ځلو بشپړه شوې ده. د دې ادارې مرستیالې سورايو بوزوروکوا خوښي وښوده، چې د دې سيمې خلکو ته د برېښنا زمينه برابره شوه او ژمنه يې وکړه چې د کليوالي انرژۍ په برخه کې به نورې پروژې هم تطبیق کړي.