په ګلان کمپ کې وزیرستاني ماشومان وايي ښوونځي دې یې نه تړل کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ګلان کېمپ کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ماشومان او ښوونکي له افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې له مرستندویه ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې دغلته دې د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي. دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورساوه. له همدې امله تر پنځم ټولګي پورې نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.