کورمه: شیعه او سني‌ مشرانو د مځکو د لانجو هواري لپاره جرګه کړې 

په کورمه کې د مځکو پر سر په بیا بیا وسله والې شخړې هم شوې دي. دا عکس په یو شخړه کې تر ډربندۍ وروسته اخیستل شوی وو.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د اپرېل پر ۱۰مه د شیعه او سني مشرانو ترمنځ هلته د مځکو لانجو هواري لپاره جرګه شوې ده.

په سده کې په دې جرګه کې د دواړو لوریو د مشرانو تر څنګ ځايي‌ انتظامي او امنیتی چارواکو او د پارلېمان ځايي غړو هم ګډون کړی وو.

د شیعه ګانو تنظیم انجمن حسینیه مشر حاجي سردار حسین مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې روانو شخړو د ختمېدو او هلته د سولې لپاره مذاکرات تر ټولو غوره لار ده.

ده وویل چې که دا سلسله هم داسې په مخلصه توګه روانه پاتې شي نو د مسلو د حل لار موندلای شي.

په سیمه کې د جرګو دا دوایم پړاو دی چې د ځايي مشرانو ترمینځ هلته پر یو تن تر قاتلانه برید وروسته پیل شوې وې.

په دې جرګه کې شامل د سدې ملک حاجي سلیم خان اورکزی وايي، که د مځکو لانجې حل نه شوې نو په راتلونکي کې دا هلته د یو بل جنګ سبب ګرځېدلای شي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د یادې سیمې استازی او د واکمن تحریک انصاف غړی ملک فخر زمان بنګښ وايي، حکومت غواړي چې د مځکو دا ټولې شخړې هوارې کړي.

خو د ده په وینا، دا هڅې به هله زور نیسي چې د سیمې مشران خپله ذمه واري وپېژني او د جرګو دا سلسله برقراره وساتي.

په کورمه کې یو شمېر سیمې داسې دي چې پر شاملاتي مځکو تر کالونو راهیسې د بېلا بېلو قبیلو او ډلو ترمینځ دعوې راونې دي.

د دې دعوو له کبله د هغوی ترمینځ د جګړو له کبله په وار وار د ټولې سیمې امن ته خطر پېښ شوی دی.

په ۲۰۰۸ز کال کې شیعه او سني مشرانو ترمنځ په مري کې د امن یوه لوظنامه لاسلیک شوې وه چې پکې یوه ماده دا ده چې د مځکو شخړو حل به د رواج او کاغذات مال له مخي را ایستل کېږي.