د مومندو ضلعې استادان وایي، په دغه ضلعه کې د کورونا وایرس مثبت کېسونه زیات شوي دي خو صوبایي حکومت لا هم د سیمې د سکولونو بندولو اعلان نه دی کړی.
د پړانګ غار د سرې شا د هلکانو یو سرکاري (هاییر سېکنډري) سکول پرنسپل فضل دیان د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې روزانه د کورونا مثبت کېسونه رپوټېږي او د غوښتنې باوجود یې لا هم حکومت د سکولونو تړلو څه فیصله نه ده کړې.
نوموړي وایي: "زه اوس هم په سکول کې ناست یم، دلته ټول د هلکانو او نجونو سرکاري سکولونه خلاص دي، د مومندو نه ګېر چاپېره په چارسده، باجوړ، مالاکنډ او پېښور کې ټولې سرکاري تعليمې ادارې د کورونا وایرس له وجې تړل شوي دي یوازې د دې په منځ کې په مومندو کې سکولونه خلاص دي."فضل دیان زیاتوي: "دلته د کورونا وایرس پېښې هم زیاتې دي، زما د سکول په ګاونډ کې نن او پرون د کورونا وایرس له وجې دوه تنه مړه شوي دي، د ډب کور سیمې د های سکول پرنسپل او درې استادان په کورونا ناروغه دي، ځینې نور استادان هم په کورونا اخته شوي دي، دلته د مومندو په هر کور او کلې کې کورونا ښه ډېره ده، خو سکولونه خلاص دي."
بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مومندو د ګندهاو د یو مډل سرکاري سکول استاد محمد اشفاق د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل د مومندو زیاتره استادان د بندوبستي سیمو نه دي چې د کورونا په وبایي حالاتو کې ورته تګ راتګ ګران شوی دې:
دا هم وګورئ: کورونا: د پاکستان په ځينې ښارونو کې سيمې تړل شوېده وویل:" دلته ۹۰ فیصده استادان د چارسدې، پېښور، مردان او مالاکنډ دي، دې استادانو ته په موجوده وبایي حالاتو کې روزانه تګ راتګ ګران شوی دی، په دې تېره شوې جمعه دلته د کورونا د مثبتو کېسونو شمېره ۹۷ ته رسېدلې، په ډېرو سکولونو کې هم کېسونه راځي، په نورو ضلعو کې چې یو سکول کې د کورونا پېښه راشي نو حکومت دغه سکول وتړي خو په مومندو کې داسې نه کوي."
د پاکستان د تعلیم وزیر شفقت محمود د اپرېل پر شپږمه په یوه خبري کنفرنس کې ويلي ول چې په هغه ضلعو کې چيرته چې د کورونا کېسونه زیات دي، له لومړي ټولګي نه تر اتمه پورې به سکولونه تر ۲۸م اپرېله بند وي، او دا ډول به هلته د نهم ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګي پورې تعلیمي ادارې په اوونۍ کې یوه ورځ خلاصې وي.
خو د مومندو ضلعې استادان وایي، په دغه سیمه کې د کورونا زیاتو کېسونو او په دې اړه د حکومت بې غورۍ اندېښمن کړي دي.
د مومندو د ملګرو استادانو د اتحادیې مشر مجاهد خان یې په اړه وایي: "زه په غازي بېک کې د هلکانو د هاییر سېکنډري سکول استاد یم، د افسوس خبره ده چې لخ موږ سره خواته، باجوړ، خېبر، پېښور، چارسده او د مومندو نه ګېر چاپېره ټولو ضلعو کې سکولونه بند دي، دلته کېسونه هم اوس زیات شول، خو حکومت پرې څه غوږ نه ګروي، په ډېرو سکولونو کې مثبت کېسونه رپوټ شول خو نه پوهېږو چې د مومندو لپاره پالیسې ولې بدله ده. دلته له ۶۰۰ زیات سرکاري د هلکانو او جینکو سکولونه دي."
دا هم وګورئ:
احتياط کوو خو د حکومت په امر سکولونه نه بندوو: د شخصي سکولونو اتحادیهپاکستان کې د کورونا وایرس ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې پاکستان د کورونا مخنیوي لپاره اخیستي ګامونه سختويپاکستان کورونا وبا: تعليمي ادارې پرانېستل شوې خو شخصي ادارې ستونزې لريد مومندو ضلعې تعلیمي چارواکي یا ډسټرکټ اېجوکېشن افېسر نور حسن د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، دوی په دې اړه له متعلقه چارواکو سره په مومندو کې د کورونا د زیاتېدونکیو مثبتو پېښو په اړه خبرې کړي دي خو لا هم ورته د حکومت لخوا د سکولونو د بندولو څه ځواب نه دی ورکړل شوی.
نوموړي وايي: "موږ د کورونا په اړه یو وټس اېپ ګروپ هم لرو، نن هم په سکولونو کې اووه کېسونه راغلي. زه یې پخپله رپوټوم، خو د سکولونو د بندولو فیصله باید حکومت وکړي. موږ د استادانو په غوښتنه هم خبر یو، دلته ورځ تر ورځه کورونا زیاتېږي، په زده کوونکیو او استادانو کې هم رپوټېږي، دا یوه د اندېښنې خبره ده خو د سکولونو د بندولو فېصله باید حکومت وکړي."
د خیبر پښتونخوا د اېلېمنټري او سېکنډري تعلیم د حکومتي کمېټۍ مشر پښتونیار خان د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل, باید استادان د خپلو ضلعې تعلیمي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي:
دا هم وګورئ: د مومندو زده کوونکي غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د انټرنیټ سهولت ورکړل شي.پښتونیار زیاتوي: "حکومت په دې اړه خپله پالیسې جوړه کړې ده، او دې ته کتنه کوي چې کومو ځايونو کې د کورونا کېسونه زیات شول او چېرته سکولونه بندول پکار دي. د مومندو استادان دې دا مسله له متعلقه ضلعي تعلیمې چارواکو سره شریکه کړي، دا به بیا د تعلیم ډایرېکټر د تعلیم سېکټري او بیا د تعلیم صوبایي وزیر سره شریکوي، زه هیله لرم چې د مومندو د دې مسلې په اړه به هم حکومت یوه فېصله وکړي."
ډاکټران وایي، په پاکستان کې د کورونا وایرس درېیمه څپه راغلې، او باید خلک د دغه وایرس د مخنیوي په اړه پر احتیاطي لارښونو په سختۍ سره عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۴مه په پاکستان کې له کورونا ناروغۍ نور ۱۳۵ کسان وژل شوي دي.
د کورونا په اړه د معلوماتو حکومتي وېبپاڼې د نننۍ شمېرو له مخې په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې نږدې ۴۷۰۰ کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.
په دې هېواد کې تر دې دمه د اپرېل ۱۴ مې پورې څه باندې اووه لکه ۳۴۴۰۰ کسان کورونا وايرس وهلي چې ۵۷۵۴ ورڅخه مړه شوي دي او نېږدې شپږ لکه ۴۴ زره ورڅخه رغېدلي هم دي.