تحریک لبیک پاکستان ډله څنګه راپورته شوه؟

په پاکستان کې د تحريک لبيک ډلې مظاهرې. ۲۰۱۸ز کال د نومبر پر ۱۷مه

د لاهور پوليسو د پاکستان يوې مذهبي ډلې تحريک لبيک پاکستان مشر سعد حسېن رضوي د اپرېل پر۱۲مه ګرفتاره کړو خو د يادې ډلې پلويانو د دغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې قهرجنې مظاهرې او احتجاجي پرلتونه پیل کړي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت د دغې ډلې د ناقانونه ګرځولو منظوري ورکړې او اوس به دا ډله هم د کالعدمو تنظیمونو په نوملړ کې راشي خو دا لومړې ځل نه دی چې د تحريک لبیک پاکستان پلويان احتجاجونه کوي. پروسږ کال د نومبر پر ۱۵مه يادې ډلې د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي پېل کړی وو او له حکومته يې غوښتل چې د فرانس سره دې سفارتي تعلقات ختم او د هغه هېواد سفير دې له پاکستانه وباسي.

په پاکستان کې د فرانسې خلاف د مظاهرې یوه څنډه.

دا پرلت د اکتوبر پر ۱۷مه تر هغه وروسته پای ته ورسيد چې حکومت او تحريک لبيک ډلې ترمنځ يو تړون وشو چې پکې حکومت د يادې ډلې غوښتنې ومنلې.

تحريک لبيک پاکستان له فرانس سره د تعلقاتو ختمولو غوښتنه ځکه کوي چې د دغه ډلې په وينا د فرانس يوې مجلې د پيغمبر اسلام خاکې چاپ کړې وې.

که څه هم د اسلامي ملکونو ترڅنګ يوشمېر غربي هېوادونو هم د دغه خاکو پرضد خپل غبرګونونه څرګند کړي ول خو په هېڅ يوه هېواد کې د تحريک لبيک ډلې په څير مظاهرې نه وې شوې.

يادې ډلې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان سپريم کورټ لخوا د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د بې ګناه ګرځول شوې عيسوۍ ښځې اسيه بي بي د خوشې کولو پرضد هم د پاکستان په يوشمير ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړې وي.

اسيه بي بي

په ۲۰۱۷ز کال کې د نواز شريف په واکمنۍ کې په انتخاباتي حلف نامه کې دختم نبوت په حواله د لانجمن اییني ترميم پرضد تحريک لبيک ډلې په نومبر مياشت کې په فيض اباد کې دهرنا ورکړې وه او د هغه وخت د قانون وزير ذاهد حامد د استعفا او له حکومت سره د يوې لوظنامې وروسته يې خپله دهرنا ختمه کړه.

په تېر کې تحريک لبيک څنګه خپلې غوښتنې په حکومت ومنلې؟

دا ډله څنګه دومره پیاوړې شوه چې په حکومت خپلې غوښتنې ومني. په اسلام اباد کې خبريال سبوخ سيد چې د مذهبي ډلو او د هغې د مشرانو په اړه يې راپورونه هم جوړ کړي، مشال راډيو ته وويل هر کال پینځه شپږ مياشتې داسې وي چې مذهبي ډلې يې له مذهب سره تړي لکه ربيع الاول، محرم، رجب، شعبان او روژه. په دې مياشتو کې د مذهبي ډلو دا مشران د مذهب په حوالې سره بيانونه ورکوي، او په داسې کولو سره دوي د خلکو ذهنونه جوړوي.

د نوموړي وينا وه،"په پاکستان کې مذهبي بيانيه د هميشه نه قوي پاتې ده او د تحريک لبيک مشرانو د خپلو بيانونو له لارې ختم نبوت، رسول الله سره عشق، صحابوو او اهل بیت سره مينه او يوشمير نور موضوعات دومره حساسه جوړ کړي چې څوک پرې خبره نه شي کولی نو يو خو د مذهب کارډ په استعمالولو سره يې ځان مضبوط کړی، او بله وجه يې په رياستي کچه د دې ډلې سره نرمه رويه او ملاتړ موجود دی او واضح مثال يې د ۲۰۱۷ز کال د دهرنې وروسته د يو اعلې پوځي افسر لخوا د دې ډلې په پلويانو کې پېسې ويشل وو، د دې ترڅنګ يادې ډلې تر هر احتجاج وروسته په حکومت خپلې غوښتنې منلي چې له وجې يې حوصلې اوچتې شوي."

دا هم وګورئ:

په ځینو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې خلاف مظاهرې شويحکومت په تړون تحريک لبیک پاکستان پیاوړی کول غواړي: کارپوهانحکومت تحریک لبیک پاکستان ناقانونه ډله ګرځوي: شیخ رشیدد تحریک لبیک پاکستان په مظاهرو کې دوه تنه مړه، یوشمېر ژوبل

که څه هم ځينې د سياسي چارو شنونکي او يوشمېر ملکي وګړي د هغه ډلو پرضد د سختو ګامونو اخيستو غوښتنه کوي چې د رياست عملداري چېلنجوي، خو د حکومتي ګوند تحريک انصاف د کورنيو چارو پخواني وزير اعجاز شاه پروسږ کال په نومبر مياشت کې ويلي ول چې د طاقت د استعمال پرځای خبرې اترې د مسلې غوره لاره ده.

په اسلام اباد کې د ديني چارو يو پوه وقاص خان د حکومت لخوا له مذهبي ډلو سره شوي تړونونه په هېواد کې د دغو ډلو د اثر او نفوذ د لا زياتېدو يو لامل ګڼي.

د تحریک لبیک پاکستان مظاهره ارشیف- انځور

د اپرېل پر ۱۴ مه مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړي وينا وه، "په پاکستان کې چې د طاقت کومې اصل سرچينې دي نو هغوي هميشه داسې مذهبي او يا لساني ډلې د خپلو سياسي مقاصدو د حاصلولو لپاره جوړوي. تحريک لبيک ډله څو کاله مخکې چا نه پېژندله خو د لومړی ځل لپاره د مسلم ليګ (ن) حکومت پرضد استعمال کړل شوه او چې کله تېر حکومت يې پرضد د طاقت استعمال وکړو نو د امنېتي ادارو مشرانو لخوا ورته وويل شو چې دا زموږ خپل خلک دي او د طاقت استعمال پرځای د خبرو اترو له لارې معامله هواره کړئ نو د دومره ډاډ وروسته زړونه يې نور هم غټ شول او پر مخ روان دي."

د وقاص خان په وينا چې کله هم مذهبي ډلې لارو کوڅو ته راوځي نو دوی د خلکو جذبات راپاروي چې په نتيجه کې نوي خلک له ځان سره ملګري کوي او حکومت تل د مذهبي ډلو د خوشالولو کوښښ کړی چې ورسره دا ډلې نورې هم پیاوړې شي.

تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه.

دا ګوند په انتخاباتو کې هم برخه اخلي او دا مهال یې د سیند په صوبايي اسمبلۍ کې درې غړي دي. په دوی کې دوه په ټاکنو کې بریالي شول او یو یې پر ځانګړې څوکۍ کامیابه شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تحریک لبیک پاکستان په مظاهرو کې دوه تنه مړه، یوشمېر ژوبل