د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک پاکستان په مظاهرو کې دوه تنه مړه، یوشمېر ژوبل


په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر
په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر

د یوې مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مشر سعد رضوي له نیولو وروستو په ټول ملک کې د یاد تحریک په احتجاجي دهرنو او مظاهرو کې له پولیسو سره په نښتو کې دوه کسان مړه او د پولیسو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي.

پولیسو ویلي سعد رضوي یې د امن و امان قایم ساتلو په خاطر د اپرېل پر ۱۲مه په لاهور ښار کې نیولی دی.

تحریک لبیک پاکستان غواړي چې د فرانس سفیر دې له پاکستانه واېستل شي ځکه چې د دوی په نظر دغه هېواد په چارلي هیبډو مجله کې د پیغمبر اسلام د کارټونونو چاپولو د حق دفاع کوي.

د سعد رضوی د نیولو وروستو د تحریک لبیک غړیو او پلویانو د لاهور، کراچۍ او پنډۍ پشمول د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجي پرلتونه پیل کړي دي.

د نوموړي د نیول کېدو نه پس د تحریک لبیک یو مشر ظهیر حسن شاه په رسنیو خپور شوي یو ویډیويي پیغام کې ویلي احتجاجونه به یې تر هغو دوام لري چې د فرانس سفیر یې له پاکستانه شړلی او له دغه هېواد سره یې سفارتي تعلقات ختم کړي نه وي.

د یادونې ده چې پروسږ کال د نومبر پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان تر ۱،۰۰۰ زیاتو پلویانو د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي ناسته وکړه او له حکومته یې د اسلام پیغمبر خاکو خپرولو پر سر له فرانسې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کمولو غوښتنه وکړه.

دا پرلت د نومبر پر ۱۷مه تر هغې وروسته پای ته ورسېد چې د پاکستان حکومت یې له هېواده د فرانسې د سفیر د ممکنه ایستلو او له فرانسویو شیانو د پرېکون ترڅنګ پر غوښتنو د غور ژمنه وکړه.

د اکتوبر پر ۱۶مه په فرانسه کې یوه ۱۸ کلن چېچن توکمه کس د ښوونځي یو استاد په ټولګي کې ماشومانو ته د بیان ازادۍ د درس پر مهال د اسلام پیغمبر د خاکو ښوولو په تور وواژه.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له هغه وخت راهیسې د پیغمبر د خاکو خپرولو دفاع کړې چې په غبرګون کې یې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې وشوې.

بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG