بلېنکن په کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی او له افغان ولسمشر اشرف غني سره يې لیدلي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر په دې لیدنه کې وویل، د امریکا د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سېپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستانه ووځي. افغان حکومت به د دغه پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یادې کړې او وېې ویل چې اوس مهال دوی کولای شي له افغانستانه په ښه شکل دفاع وکړي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د مشترکو ګټو او متقابل درناوي او اعتماد پر اساس له متحده ایالاتو او ناټو متحدینو سره د همکارۍ نوی پړاو پيل کړي."

په اعلامیه کې راغلي دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پای ته رسیږي، بلکې نوموړي ویلي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې امریکا به په بشر دوستانه، ډیپلوماتیکه او دغه شان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له غني او عبدالله سره د بلینکن لیده کاته

په اعلامیه کې راغلي دي چې د لیدنې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د انتقال پروسې او د دغه نوي فصل په اړه لیدنو کتنو او اړیکو ته دوام ورکړي.

اخوا د ملي مصالحې د عالي شورا د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

په دې لیدنه کې چې له نن غرمې وروسته ترسره شوه، عبدالله عبدالله د متحده ایالاتو له مرستو نه د مننې ترڅنګ له دې هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې خوښ دی امریکا له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دا سفر وروسته له هغې دی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اپرېل پر ۱۴مه شپه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه کړه.

بایډن وویل، د روان کال د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شي او د سېپټمبر په ۱۱مه به پای ته ورسېږي.

خو طالبانو د بایډن دې اعلان ته په غبرګون کې ویلي دي چې امریکا د دوحې له هوکړې سرغړونه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت

د طالبانو له لوري په خپرونه شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې امریکايي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي، خو څو میاشتنی ځنډ د دې ګواهي ورکوي چې یاد هېواد خپلې ژمنې هیروي.

طالبانو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د دوحې د تړون نه عملي کولو پړه د امریکا پر غاړه ده او د پایلو په اړه يې هم باید یاده ډله ګرمه ونه بلل شي.