'امريکا په موقت ډول افغانستان کې خپل پوځي حضور زياتوي'

په افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګان) وايي، د محدود وخت لپاره په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره زیاتوي.

پېنټاګان د اپرېل پر ۱۶مه ویلي، له دې اقدامه یې موخه دا ده چې غواړي دا خبره باوري کړي چې د روان کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به له دغه هېواده د امریکایي عسکرو د وتلو پروسه خوندي وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو دا یې وویل چې له افغانستانه د وتلو لپاره ممکنه ده چې امریکایي عسکرو ته د ځینو مرستو ضرورت وي.

جان کربي یوې خبرې غونډې ته وویل، په پرامنه، منظمه او موثره توګه له افغانستانه د وتلو لپاره امکان دی چې د دوی عسکرو ته د څه وخت لپاره د ځینو انجینېري او نورو مرستو ضرورت پېښ شي.

په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر هاشم وحدتیار مشال راډیو ته وویل، امریکا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره پر کړې ژمنې سربیره یوه ډاډ ته اړتیا لري.

دی وايي: "امریکا تېرو شپږو میاشتو له کې په افغانستان کې خپل سرتېري له ۱۲،۵۰۰څخه ۲،۵۰۰ ته راکم کړل، که دوی واقعاً غواړي له افغانستانه ووځي، نو دوی د سېپټېمبر تر ۱۱مې دا موده نه غځوله. له افغانستانه د امریکایانو وتل په دوو صورتونو کې ممکنه دي چې یا له افغانستانه د امریکا او د امریکا متحدینو ته د ترهګرو تهدیدونه ورک شي یا په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی راشي او بین الافغاني مذاکرات یوې مثمرې نتیجې ته ورسیږي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې چې پر افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو د برید ۲۰مه کلیزه ده، ټول امریکایي سرتیري به له افغانستانه باسي.

دا له افغانستانه د پاتې ۲،۵۰۰ سرتیرو د ایستلو لپاره نوې نېټه ده، تردې مخکې امریکا د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې په تړون کې ژمنه کړې وه چې خپل ټول ځواکونه به د ۲۰۲۱ز کال د مې تر لومړۍ نېټې باسي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند وویل، تراوسه دا څرګنده نه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې به څومره پوځیان له افغانستانه بهر کېږي؟

داسې اندېښنې شته چې که امریکایي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د شوې ژمنې له مخې ونه وځي نو طالبان ښایي تهدیدونه رامنځته کړي.

دا هم وګورئ:

بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو وروستۍ نېټه اعلان کړهله افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه له رحیم الله یوسفزي سره مرکهکه طالبانو د کورنۍ جګړې هڅه وکړه، غوښتنې به يې و نه منل شي: بلېنکنبلېنکن په کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي

خو امریکا په زغرده ویلي، که پر امریکایي سرتېرو یا د امریکا پر متحدانو برید وشي، سخت ځواب به ورکړي.

جان کربي وویل، تراوسه دا څرګنده نه ده چې د امریکا شخصي امنیتي قراردادیان به په افغانستان کې پاتېږي که نه؟ خو ده وویل، هدف دا دی چې د امریکا د دفاع وزارت ټول غړي به د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت