"تر جرګې وروسته احمدزيو وزيرو ته وسله والو دړکې کړې"

د احمدزی وزيرو جرګې له حکومته غوښتې ول چې د وسله والو پټنځايونه دې له منځه یوسي.عکس-ارشېف

د خيبر پښتونخوا د بنو احمدزي وزير وايي، د وسله والو د پټنځايونو ختمولو په اړه تر جرګې وروسته ورته دړکې کېږي.

احمدزیو وزيرو دا جرګه د اپرېل پر اوومه نېټه کړې وه چې پکې يې غوښتنه کړې وه چې په سيمه کې دې د وسله والوپټنځايونه ختمې کړل شي.

د جرګې يوه غړي او د ډومېل اوسېدونکي سفیان وزیر د اپرېل پر ۱۸مه نېټه مشال ریډیو ته وویل چی دوی پر حکومت غږ کړی چی په ډومېل او شاوخوا سيمو کې دې وسله وال او د هغو مرکزونه له منځه یوسي.

د ده په خبره، دوی په ډاګه کړې وه چې په خپلو سيمو کې وسله والې ډلې نه زغمي خو د ده په خبره اوس پوليسو ورته ويلي چې ښايي دوی ته د دې وسله والو ډلو له خوا خطره پېښه شي خو سفيان زياته کړه چې د دې سربېره به هم دوی له خپلې غوښتنې پر شا نه شي.

دا هم وګورئ: دا نه منو چې د امن چارې دې امن کمېټیو ته وسپارل شي: منظور پښتین

"د پولیسو مشر له خوا راته د احتیاط کولو ويل شوي دي. سيمه د ناامنۍ ښکار ده، هدفې وژنې روانې دي او خلکو ته د وسله والو ډلو له خوا دړکې ورکول کېږي."

سفيان وزير زیاته کړه چې د سيمې دې حالاتو ته په پام سره دوی د اپرېل پر اوومه نېټه د احمد زی وزيرو امن جرګه کړې وه او ریاست ته يې پیغام ورکړی وو چې د دوی له سيمې دې وسله وال وشړي، د وسله والو پټنځايونه او دفترونه نه مني او دا د حکومت ذمه واري ده چې د دې ډلو مخه ونيسي.

سفيان وزير وویل چې دوی به د حالاتو د جاج اخیستو لپاره د وړوکي اختر پر اتمه ورځ بله جرګه کوي.

"موږ ۵۶ کسيزه کمېټۍ ټاکلې ده چې د اختر پر اتمه به جرګه کوي او پر حکومت به غږ کوو چې نور له جنګه ستړي شوي یو، ښه او بد په نوم طالبان دې له سيمې وشړي، موږ نور امن او قلم غواړو."

سفيان وويل چې د پوليسو له خوا د خبرداري ليک هدف د دوی د وسله والو پرضد پورته کړی غږ بندول دي.

د بنو پولیس چې د احمد زي وزير ځينې مشرانو ته ګواښونکی لیک لېږلی دی مشال ريډيو ته هم ترلاسه شوی دی. په دې کې دوی ته ویل شوي چې د وسله والو له خوا ورته ګواښ دی او دوی باید د ځان حفاطت لپاره له احتیاطه کار واخلي.

د اختر پر اتمه به جرګه کوو او پر حکومت به غږ کوو چې نور له جنګه ستړي شوي یو
سفيان وزير

په دی اړه مشال ريډيو د اپرېل پر ۱۸ مه نېټه د بنو پوليس مشر عمران شاهد سره په وار وار تماس ونياو خو په خبرې ورسره و نه شوې.

البته د پولیسو یو بل لوړ پوړي چارواکي چی نه يې غوښتل نوم واخيستل شي مشال ریډیو ته وویل چی پولیسو يوازې د جرګې غړو ته ويلي چې هسې نه هغوی ته څه زيان ورسېږي نو باید احتیاط وکړي.

هغه وويل چې دوی د امن د پرځای ساتلو لپاره هڅې کوي او چاته به اجازه ورنکړي چې امن خراب کړي.