د افغان سولې لپاره د استنبول غونډه بیا وځنډېده

د استانبول یوه څنډه

د استنبول غونډه چې ټاکل شوې وه د راتلونکې شنبې په ورځ د ترکیې په کوربتوب او د امریکا په ملاتړ پيل شي، ځنډول شوې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه یوه ټلوېزیوني پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې دا غونډه د دې لپاره وځنډېده چې غونډې ته وخت لږ پاتې دی او یو شمېر برخه والو نه شوای کولی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې دې غونډې ته چمتو شي.

رویټرز خبري اژانس د دریو سرچینو له قوله وايي چې دا غونډه د طالبانو له خوا د برخې نه اخستو له امله ځنډول شوی ده.

چاوش اوغلو د دې غونډې نوې نېټه اعلان نه کړه.

کله چې له چاوش اوغلو پوښتنه وشوه چې طالبان به په دې غونډه کې برخه واخلي که نه؟

ده وویل چې ډېرې هڅې روانې دي چې د هغوی استازي هم برخه په کې واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

دا دوهم ځل دی چې دا غونډه ځنډیږي، لومړی ځل د دې غونډې لپاره د ځینو راپورونو له مخې د اپرېل پر ۱۶مه نېټه ټاکل شوې وه او بیا دا نېټه د اپرېل ۲۴مې ته وځنډول شوه.

اوس نوې نېټه په داسې وخت کې اعلان شوې ده چې د افغانستان حکومت په دې غونډه کې د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي او د ایران مهر اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا ویلي دي چې یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استنبول کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او افغانان غواړي چې د خپل هېواد راتلونکې په یوازې په خپله وټاکي.

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته د اپرېل پر ۲۰مه وویل، که د دوی اندېښنې لېرې شي دوی به د سولې لپاره په هره هڅه کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس هم خبرې روانې دي هڅه دا ده چې د راتلونکي ګامونو لپاره اسلامي امارت د تشویشونو د رفع کېدو هڅه کوي او دا یوه معقوله خبره ده."

طالبان وايي یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د استانبول د کنفرانس له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي

په داسې حال کې چې طالبان د استنبول غونډې ته د شک په سترګه ګوري د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون د اپرېل پر ۲۰مه وویل چې د ترکیې د غونډې لپاره د افغان حکومت د ګډون کوونکو لېست بشپړ شوی دی.

خوځون زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترکیې د غونډې لپاره بشپړ چمتوالی لري. موږ دې ناستې ته د یوه فرصت په سترګه ګورو اما تراوسه د طالبانو له اړخه هېڅ ډول چمتوالی نه دی ښوول شوی. د غړیو لېست هم بشپړ شوی دی. تمه لرو چې ټولې خواوې له دې ناستې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د تامین لپاره اعظمي استفاده وکړي او موږ په همدې نیت او ارادې په دې ناسته کې ګډون کوو."

دا هم وګورئ:

د امریکایي ځواکونو وتل راته د خپلې محاسبې موقع راکړهد ترهګرۍګواښ له افغانستانه بل ځای ته لېږدېدلی: انتوني بلېنکناسفندیار د افغان سرتېرو دفاع په اړه د ولسمشر غني بیان ستايلی'امريکا په موقت ډول افغانستان کې خپل پوځي حضور زياتوي'

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د دې غونډې د ځنډېدو خبر ورکړ او تردې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قابلوف هم تاس اژانس ته د اپرېل پر ۲۰مه وویل چې روسیې ته د استانبول په غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده، خو اټکل کېږي چې دا غونډه وځنډیږي ځکه چې بېلابېلې خواوې تراوسه په مشترکه اجنډا موافقې ته نه دي رسیدلي.

وروسته تردې چې تېره اوونۍ د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به له طالبانو سره د شوې ژمنې له مخې د مې په لومړۍ نېټه نه وځي، د سېپټمبر په ۱۱مه به وځي، طالبانو وویل چې دوی به ترهغو د سولې په کومه غونډه کې برخه وانه خلي چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.