پوځ دې له پوليسو سره په ګډه د کورونا مخنيوي اقدامات وڅاري: عمران خان

وزیر اعظم وویل، که تر واړه اختره پورې خلکو په احتیاطي لارښوونو عمل ونه کړ نو حکومت به مجبوره شي چې د کورونا د مخنیوي لپاره سختې پرېکړې وکړي.

د پاکستان وزيراعظم د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره له پوځه کومک غوښتی او ورته یې ویلي چې له پولیسو سره یو ځای دې په ولسي ځایونو او بازارونو کې خلک د کورونا پر وړاندې طبي سپارښتنو عملي کولو ته چمتو کړي.


عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټې غونډې ته په وینا کې وويل، دا پريکړه يې ځکه کړې چې په هېواد کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي او ولس له کورونا نه د ځان ژغورنې لپاره په حکومتي لارښونو عمل نه کوي.

دا هم وګورئ: کووېډ-۱۹ وبا د هند روغتیايي نظام له لوی فشار سره مخامخ کړی

وزیر اعظم وویل، که تر واړه اختره پورې خلکو په احتیاطي لارښوونو عمل ونه کړ نو حکومت به مجبوره شي چې د کورونا د مخنیوي لپاره سختې پرېکړې وکړي. هغه وویل، دا هم ممکنه ده چې په هغه صورت کې به مکمل ټولبند ولګول شي.

وزیر اعظم عمران خان وړاندې وویل:

"موږ په وار وار خلکو ته ویلي چې د کورونا د مخنیوي په اصولو دې عمل وکړي خو موږ ګورو چې خلک نه احتیاط کوي او نه هم له کورونا ډارېږي نو ځکه مو پوځ ته امر وکړ چې د پولیسو سره یو ځای دې خلک اړ کړي چې په حکومتي لارښوونو عمل وکړي."

د وزیراعظم په مشرۍ ياده غونډه کې د کورونا د څار مرکز مشر اسد عمر وویل چې په کومو ښارونو کې د کورونا کېسونو شرح له پنځه في صده زیاته وي هلته به د لومړي ټولګي نه نیولې تر دولسم ټولګي پورې سکولونه تر واړه اختره پورې بند ساتي.

نوموړي وويل، بازارونه به په هفته کې پنځه ورځې تر ماښام شپږو بجو پورې خلاص او هفته کې دوه ورځې به مکمل بند وي خو د هغه په خبره تر شپږو بجو وروسته به یواځې د خوراکي توکیو او دوایانو دوکانونه خلاص وي.

دا هم وګورئ: کووېډ-۱۹ وبا د هند روغتیايي نظام له لوی فشار سره مخامخ کړی

بلخوا د پاکستان د سوداګرو ټولنې او د سکولونو د مالکانو اتحاديې د اپرېل پر ۲۳مه، رسنيو ته وویل چې هغوی په احتیاطي لارښونو پوره پوره عمل کوي او حکومت دې ياده پرېکړه بېرته واخلي.

د پاکستان د شخصي سکولونو د اتحادیې د خېبر پښتونخوا څانګې مشر ذاکر شاه د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د حکومت دا پرېکړه نه مني او غندنه یې کوي ځکه چې د هغه په وینا له دغو بندیزونو سره ماشومان له تعلیمه لرې پاتې کېږي. نوموړی وايي، هغوی حکومت سره دا ژمنه کوي چې په ټولو طبي سپارښتنو به عمل کوي خو حکومت دې سکولونه نه بندوي.

د پاکستان د سوداګرو د ټولنې جنرل سېکټري نعیم میر د اپرېل پر ۲۳مه رسنیو ته وویل، هغوی حکومت ته باور ورکوي چې په ټولو لارښوونو به عمل کوي خو هغوی ته دې اجازه ورکړي چې په اوونۍ کې اووه ورځې ۲۴ ساعته خپل کاروبارونه پرانېستي وساتي.

په پاکستان کې اوس هره ورځ په زرګونو شمېر کې نوي کسان پر کورونا اخته کېږي او د ۱۵۰ په خواوشا کې کسان د کووېډ ـ ۱۹ ناروغي نه مري. د اپرېل تر ۲۴مې په پاکستان کې په کورونا د اخته کسانو ټوله شمېره اووه لاکه نوي زره نه پورته شوې ده.

ځېنو کسانو د کورونا د مخنيوي لارو چارو عملي کولو لپاره د پوځ پر ګومارنې نيوکې کړې خو ځېنو بيا دا اقدام ستايلی دی.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کورونا د رنځورانو شمېره په ډیرېدو ده، په دغه هیواد کې هسپتالونه د اکسیجن او نورو اسانتیاوو د کمي سره مخامخ شوي دي. د اسلام اباد د پېمز هسپتال چارواکو د یو لیک په وسیله د روغتیا څانګه خبره کړې ده چې دا مهال د کورونا د رنځورانو لپاره د ځانګړو کټونو او اکسیجن د کمي سره مخ شوي دي.