د پښتونخوا د هرې سیمې خلک جلا جلا کاروبارونه او کارونه لري خو شانګله وال تر ډېره د سکرو/کویلې په کانونو کې په خوارۍ مزدورۍ پېژندل کېږي.
کان کیندنه ښايي په نوره نړۍ کې دومره خطرناکه نه وي لکه په پښتونخوا یا د ملک په نورو برخو کې چې د سر په بیه ده ځکه خو د شانګلې په ادیرو کې ډېری قبرونه د هغو خلکو دي چې د سکرو په کانونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. او نه هم ویلای شو چې د مرګونو دا لړۍ به یې کله تمېږي ولې چې په کانونو کې د سرژغورنې پکار بندوبست نه ترسترګو کېږي.
د کانکیندونکیو د مړينې پېښې د شانګلې لپاره د معمول خبره ده.
د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې په وينا شانګلې ته اوسطا هره میاشت د کانکیندونکيو له درېوو تر پينځو پورې مړي راوړل کېږي.
د کان کیندونکیو د اتحادیې په خبره په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې د پېښو له کبله ۱۸۶ کسان وژل شوي چې ۹۳ یې پکې د شانګلې ول.
په ۲۰۱۸ز کال کې د يو ازخود نوټس په مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ حکومت ته ويلي ول چې د سکرو په کانونو کې د وژل شوو کانکیندونکیو کره شمېره دې راغونډه کړي خو تر دا مهاله نه هم د پاکستان وفاقي او نه هم صوبایې حکومتونو دا کار کړی دی.
۴۷۰۰ کانکیندونکي وژل شوي
د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې مرکزي جنرل سیکرېټري سرزمين افغانی وایې چې دوی د پاکستان د مختلفو سیمو په کانونو کې په تېرو دېرشو کلونو کې له پېښو او چادونو د وژل شویو کانکیندونکیو شمېرې راغونډې کړې دي.
د نوموړي په وینا له ۴۵۰۰ زرو تر ۴۷۰۰ پورې کانکیندونکي وژل شوي دي چې په دغو کې ۳۷۰۰ یې د شانګلې، بر دير او بر سوات ول.
د شانګلې د الپورۍ او کانې تحصيلونو يوشمېر کليو ته له لسيزو راهسې د حيدر اباد، ګړي حبيب الله، قبايلي ضلعو، چراټ، کشمير او بلوچستان د سکرو کانونو نه د کان کندونکيو مړي بغير د څه وقفې نه راوړل کېږي خو بیا هم د شانګلې ځوانان له دې روزګاره ویره تره نه لري.
شانګله کې بې وزلي
په دې سیمه کې بې وزلۍ او بې روز ګارۍ ځوانان د سکرو کانونو کې کار کولو ته اړ کړي دي.
د مشال مرکه کې یو کانکېندونکی د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه اورېدای شئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کان کنۍ ګټه ډېره ده خو د ژوند خطر هم پکې ډېر زیات دی. دا خبره د شانګلې د کانکیندونکیو اتحاديې مشر علي باش خان وکړه.
نوموړی زیاتوي:" په میاشت کې ۲۴ورځې مزدوري وکړو، او بیا موږ خپل حساب ته کښېنو، چې منشي مو حساب وکړي نو تر يو لکو روپو بره مزدوري وي، دغو روپو مو عادتونه بدل کړي دي، نو اوس د شانګلې خلکو کې دا سوچ ختم شوی دی. یو کس د خپل ورور یا پلار یا بل رشته دار مړی کلي ته راوړي او مور يا خور ته يې وسپاري او بیا د کويلې کار لپاره ستنېږي نو د ورور، یا پلار مړی یې د ډېرې مخې ته پروت وي او دی واپس ځي، دغه مزدور ته دا مالومه ده چې دې کان کنۍ له ځمه نو کلي ته به مې مړې واپس راځي خو دې نه وېرېږي او ځي. خو دا هر څه له مجبورۍ کېږي."
شانګله کې د پرمختګ ډېر پوټېنشل دی
علي باش خان وایي، شانګله په کرکيله، سېلګرۍ او نورو برخو کې ښه ترقي کولی شي چې پکې د شانګلې ځوانانو ته روزګار موندل کېدای خو حکومت ورله دا موقعې نه برابروي.
شانګله د کونډو او یتیمانو ټاټوبی
د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې د شانګلې ټوله اوونیم لکه ابادي ده او په دغو کې درې لکه خلک په یوه نه بله بڼه د کويلې یا سکرو کیندلو له روزګار سره تړلي دي.
د نوموړي په خبره د کان کنۍ روزګار له لسیزو راهیسې د شانګلې په سلګونه ښځې کونډې کوي ماشومان يتيمانوي او ځوانان معذوروي.
د شانګلې سلګونه معذوران
د شانګلې د الپورۍ تحصیل د کنډاو پاګوړۍ حسین علي په هغو کې یو دی چې د ۲۰۱۶م کال په سپرلې کې د چراټ د سکرو په يوه کان کې په دواړو پښو معذوره شو. له هغه پس حسین علي د معذورو کان کندونکو اتحاديه جوړه کړه.
نوموړي وایي چې دوی د ۸۲۷ معذورانو او درې نيمو زرو د ساه بندۍ د ناروغانو تفصیلات راغونډ کړي دي.
حسین علي د خپلې غريبۍ او معذورۍ کيسه بیانوي: "د روزګار څه ذریعه نه وه نو د کويلې کان کنۍ ته ولاړم. په ۲۰۱۶ز کال کې مې د کار کولو لس کاله شوي ول خو بیا په چراټ کې د کار پر مهال د سکرو کان نسکور شو چې له وجې يې د ملا هډوکې راته مات کړو، له هغه پس په دواړو پښو معذوره یم، کان کني ډېر سخت کار دې. هر وخت به درسره دا ويره وي چې اوس به دې کان ته کوزېږم او مالومه نه ده چې مړ به ترې راوځم او که ژوندی."
د کانکیندونکیو د ژغورنې بندوبست د نشت برابر
د پاکستان کانکیندونکیو اتحاديه وایي چې د سکرو په کانونو کې د ګيسونو له چاودنو، د کانونو له نسکورېدو او په کانونو دننه د حفاظتي اقداماتو د نشتوالي له امله هر کال د ملک په مختلفو برخو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې کانکیندونکي مري.
په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې د پېښو له کبله ۱۸۶ کسان وژل شوي چې ۹۳ یې پکې د شانګلې ول.د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې
د اتحاديې مرکزي جنرل سېکرېټري سرزمين افغانی وایي چې په ملک کې د انګريز د وختونو د ۱۹۲۳ ز کلونو د کانونو حفاظتي ايکټ نافذ دی او د دې علاوه نور قوانين هم شته عمل پرې نه کېږي.
"په هېواد کې د ۱۹۲۳ د کانونو حفاظتي ايکټ د ۱۹۲۴ز کاله نافذ دی، تر ټولو لويه ستونزه په حفاظتي ايکټ باندې عمل نه کول دي چې له وجې یې دا ټولو مرګونه کېږي، خيبر پښتونخوا د کانونو حفاظتي ايکټ په ۲۰۱۹ز کال کې منظور کړی او نافذ کړی، دا راز سیند او پنجاب صوبې هم قوانين جوړ کړي دي، يوازې بلوچستان صوبې تر دا مهال دا قانون نه دی نافذ کړی، خو بنیادي خبره د قوانينو نه عملي کول دي."
اړوند موضوعات:
دا هم وګورئ:
شانګله: تر معذورۍ وروسته د کانکیندونکو ژوند څنګه تېرېږي؟د سکرو کانونو کې د مرګونو پېښو ذمه وار څوک؟ ''شانګله د کانکیندونکیو هدیره''سردارخان د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه کوي
د کانونو د حفاظتي ايکټ له مخې هر کان ته د کوزېدو لاره به ۸ فوټه اوچته او ۶ فوټه پلنه وي، په کان کې به د زهرجنو ګیسونو د اخراج لپاره مناسب نظام موجود وي، هر کانکیندونکي به حفاظتي سامان الات سمبال وي او هر میاشت به حکومتي معاينه کاران د کان معاينه کوي او هلته به د کانکیندونکیو لپاره له قانون سره سم حفاظتي اقدمات یقيني کوي خو د خيبر پښتونخوا د کانونو د معاينو د ادارې چيف انسپکټر فضل رازق وایي چې د صوبې د کانونو تر ۹۰ فيصدو زیات یې په ضم شوو ضلعو کې دي او تر لسیزو پورې قبايلي ضلعې د پاکستان د آيیني او قانوني اختیار نه بهر وې.
"نه زموږ ضم شوو ضلعو ته لاس رسی وو او نه زموږ قانوني اختيار کې وې، نو له دې وجې ضم شو سیمو کې ډیر بې طريقې او قاعدې کانونه جوړ کړل شوي دي. په کان کنۍ کې به د کان مالک، کانکیندونکي او انتظاميه ټول دا یقیني کوي چې دغه کان محفوظه دی."
له لسیزو راهیسې د شانګلې په سلګونه ښځې کونډې کوي ماشومان يتيمانوي او ځوانان معذوروي.علي باش خان
د کانکیندونکیو روزنه
د خيبر پښتونخوا د کانونو د وزارت له مخه دا مهال د صوبې په ۱۹۴۵ کانونو کې تر ۶۳ زره زیات کانکیندونکي کار کوي، خو د دې کانونو د انتظام او معاينې لپاره د ګيسونو د شناخت پینځه الې او د معاينو لپاره یوازې ۱۲ انسپکټران موجود دي، خو د کانونو په برخه کې د وزیر اعلي محمود خان سلاکار عارف احمدزی وايي چې ژر به د عملې او الاتو کمښت پوره شي.
نوموړي وايي، حکومت د کانکیندونکیو د روزنې لپاره په نوښار کې يو ماډل ماين جوړ کړې چې پکې هغوی ته د ګیسونو د شناخت، د ځان ساتنې او ماحول په اړه روزنه ورکول کېږي،
ده زیاته کړه: "دا مهال زموږه زیاته توجو د کان کندونکو په روزنه ده، خو څنګه چې د زیاتو کان کیندونکو تعلق د شانګلې ضلعې سره دی دا راز د کانونو د منيجرانو زیاته شمېره هم د شانګلې ده، نو د دغو منيجرانو ذمه واري جوړېږي چې بغیر د روزنې کس کان ته نه پرېږدي، موږ د دوي لپاره ان لاين رجسټریشن هم شروع کړی دی د دې رجسټریشن له وجې به کانکیندونکیو سره مالي مرستې کول اسان شي."
په شانګله کې د وژل شويو کانکیندونکیو له کورنیو سره غمرازي یوه ویډیو لاندې کتلای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خوپه چراټ کې د خواریکښانو ټولنې جنرل سېکرېټري حاجي نورالله یوسفزی د صوبايي سلاکار څرګندونې ناسمې وبللې او زیاتوي چې په سرکاري ماډل کان کې تر اوسه هېچا ته رورنه نه ده ورکړل شوې او نه دا پر هغه معیار برابر دی چې کانکیندونکي پکې روزنه ترلاسه کړي. او نه هم په ټوله صوبه کې د کانکیندونکیو د روزنې لپاره بندوبست شته.
نوموړي زیاته کړه چې په پنجاب صوبه کې د کانکیندونکیو د روزنې لپاره ماډل کان شته.
د پاکستان کانکیندونکیو اتحادیې په خبره دا مهال په ټول هېواد کې تر يو نيم لک زیات کانکیندونکي د ملک د درې واړو صوبو په ۶۷۲۳ کانونو کې کار کوي.
په دغو کې ۴۹ زره کانکیندونکي د بلوچستان په ۲۳۶۵ کانونو کې، ۶۳ زره کانکیندونکي د خيبر پښتونخوا په ۱۹۴۵ کانونو کې او ۴۰ زره کانکیندونکي د پنجاب ۲۴۱۳ کانونو کې کار کوي چې په دوی کې یې ۷۰ فیصده کانکیندونکي د شانګلې دي.