د روان کال د مې پر پنځمه نېټه د بلوچستان په مارګټ او مرواړ سيمو کې د سکرو د کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکې ووژل شول.
د کانونو نړېدو په پېښو کې د کارکوونکیو د وژل کېدو دا لومړۍ پېښه نه وه بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله ورته پېښې شوې دي.
که څه هم د پاکستان په نورو صوبو کې هم کانونونه شته خو د نړېدو او د کارکوونکيو د وژل کېدو زياتره پېښې په بلوچستان کې شوې دي.
د دې صوبې په زياتره کانونو کې د خېبر پښتونخوا او شانګلې اوسېدونکي کار کوي.
- د مشال مرکه کې دا ګورو چې ولې د مرګ ژوبلې زياتره پېښې په بلوچستان کې کېږي؟
- کان کېدونکې له کومو خطرونو سره مخامخ دي؟
- ټهېکداران او حکومت يې د مخنيوي لپاره څه اقدامات کوي؟
- او کان کېدونکې چې تر کلونو کلونو پورې د مځکې په شکم کې کانونه و کېندي نو پر صحت يې څه اغېز پرېوزي؟
دا او نورې پوښتنې د مشال مرکه کې د کانونو ټهېکدار سردار خان سره څېړو.