په خېبرپښتونخوا تر ګډېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې د تعليم حال

په خیبر کې د یو ړنګ کړل شوي سکول زده کوونکي د سکول مخې ته ناست دي. (انځور: ۱۳م اکتوبر ۲۰۱۲)

د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۱مه، د پاکستان په ايين کې له ۲۵م ترميم سره قبايلي سيمې په رسمي توګه په خېبر پښتونخوا ورګډې شوې.

په پاکستان کې د تعليمي ودې لپاره د کارکونکې غېر دولتي ادارې يا پاکستان الاينس فار مېتس اېنډ ساينس (پېمز) د پاليسو مشر عمر اورکزی وايي چې د ضم کېدو پر وخت له قبايلو سره د تعليم په برخه کې شوې ژمنې ۳۰ فيصده هم نه دي پوره شوي.

دی وایي، حکومت باید تر دې دمه قبايلي ضلعو ته د پرمختيايي کارونو لپاره ۳۰۰ اربه روپۍ ورکړې وای ځکه چې په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت له قبايلو سره ژمنه شوې وه چې د پرمختيايې کارونو لپاره به ورته د کال پر سر ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي، خو تر دې دمه ورته یوازې شاوخوا ۶۶ اربه روپۍ ورکړل شوي دي.

نوموړی وايي، هم دغه وجه ده چې په ۴۵ لکه ابادي لرونکو قبايلي ضلعو کې دا وخت اته لکه ماشومان له سکولونو بهر دي چې ۷۵ فيصده يې نجونه دي.

د اورکزي په خبره، کومې نجونه چې سکولونو ته ځي نو په هغو کې هم ۷۳ فيصده يوازې تر پنځم ټولګي پورې زده کړې کوي ځکه چې بيا د پورته زده کړو لپاره مډل، های او هاير سیکېنډري سکولونه نه لري.

عمر اورکزي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د قبايلي ضلعو په سکولونو کې د تعليم معيار هم ډېر خراب دی.

د ده په خبره، "د پنځم ټولګي ۸۳ فيصده ماشومان د دويم جماعت کتابونه نه شي لوستای او نه د رياضۍ سوالونه حلولای شي.د انټرنېټ نشتوالي له کبله تر يوه کاله قبايلي ماشومانو انلاين کلاسونه وانخیستل او د کورونا له وجې يې سکولونه بند وو. هلته ۵۰ فيصده سکولونه ساينسي لېبارټرۍ، واش رومونه، چاردېوارۍ، بجلي او نورې بنيادي اسانتياوې نه لري."

عمر اورکزی وايي، په قبايلي سيمو کې د وسله والو له خوا په مکمله او جزوي توګه ړنګ کړل شویو ۳،۰۰۰ سکولونو کې به په مشکله شاوخوا ۲،۰۰۰ رغول شوي وي.

نوموړی وايي، په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت په قبايلي سيمو کې د تعليم شرح ۴۳ فيصده وه خو اوس دغه نه ده معلومه ځکه چې د تعليمي هلوځلو د څار حکومتي نظام قبايلي سيمو ته په عملي توګه نه دی غځول شوی.

د مومندو ضلعې د خویزو سیمې اوسېدونکی تفسير مومند هم وايي چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا ورګډېدو ورته ډېره ګټه نه ده رسولې خو دا ده چې اوس د خپلو تعليمي او نورو حقونو لپاره مظاهرې کولای شي.

نوموړی وايي، د دوی په الکوکي نومې کلي کې په ۲۰۱۱م کال کې وسله والو پرايمري سکول ړنګ کړی وو او له هغو وروسته تر اته کلونو پورې د هغه کلي ماشومان له ابتدايي تعليمه بې برخې پاتې شول.

نوموړي د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی تر مظاهرو وروسته حکومت سږ کال پنځه مياشتې مخکې ياد سکول خلاص کړ خو دا چې د سکول وداني نه ده جوړه شوې نو زده کوونکي يې په يو خېمه کې زده کړې کوي.

دی وايي، "په باران او سخته ګرمۍ کې ماشومان په يو خېمه کې نه ځایېږي نو بېا ورته چوټي ورکړي.له حکومته زموږ غوښتنه ده چې د دې سکول وداني دې ژر تر ژره جوړه کړي."

د صوبايي حکومت چارواکي دریځ

په خېبر پښتونخوا د ورګډو شویو قبايلي ضلعو د تعليم د پرمختيا او منصوبه بندۍ مرستيال مشر نور عالم خان وزير له مشال راډيو سره په خبرو کې د ځينو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه خو ویې ويل چې د پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا تر شاملېدو وروسته يې تر دې دمه په قبايلې سيمو کې د تعليم د ودې لپاره شپږ اربه روپۍ جاري کړې دي.

خو نوموړی وايي چې په دې پېسو تر اوسه کوم نوی سکول نه دی جوړ شوی خو د نړيوالو ادارو په مرسته د ډېرو نویو او ړنګو سکولونو پر جوړولو کار روان دی او يو شمېر به یې په دې کال کې سرته ورسيږي.

نور عالم خان وزير وايي، دا نه ده ورته معلومه چې تر دې دمه څومره ړنګ سکولونه رغول شوي دي.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په تېرو درو کلونو کې يې په زرګونه استادان هم ګومارلي دي.

وزیر وايي، "۱۰۰ نوي پرايمري سکولونه به ډېر ژر تيار شي.۷۰ مډل سکولونه به جوړ شي. له ۷۰ مډل سکولونو به های سکولونه جوړ شي، يعنې په دې مډل سکولونو کې کمرې او نورې اسانتياوې ورزياتوو او د های سکولونو درجه ورکوو. داسې له ۷۰ های سکولونو به هاير سیکېنډري سکولونه جوړو. د قبايلي ضلعو د ضم کېدو پر وخت د وسله والو لخوا د ړنګو شویو تعليمي ادارو شمېر ۱،۰۰۰ پاتې وو او نورې رغول شوې وې. په پاتې دغه ۱،۰۰۰ کې پر ۷۰۰ کار پېل شوی او په دې نورو به په روان کال او ۲۰۲۲م کال کې کار شروع شي. او په تېرو درې کلونو کې موږ ۸،۵۰۰ استادان هم اخیستي دي."

نور عالم خان وزير زياته کړه چې ورسره په دې اړه معلومات نشته چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا تر ورګډېدو وروسته په هره يوه قبايلي ضلع کې د تعليم په برخه کې تر دې دمه څومره کار شوی دی.

د شمالي وزيرستان د تعلیم حالت

د شمالي وزيرستان د تعليم مرستيال ضلعي افسر فدا وزير وايي، د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا د ضم کېدو پر وخت شمالي وزيرستان کې ۸۹۴ سکولونه ول چې اوس دغه شمېره ۹۷۴ ته رسېدلې ده.

دی وايي نوي سکولونه نه دي جوړ کړل شوي خو د وسله والو لخوا په ړنګو شویو سکولونو کې ځينې بيا رغول شوي دي.

وزیر وايي، په شمالي وزيرستان کې وسله والو ۱۴۷ سکولونه په مکمله او ۳۵۰ په جزوي توګه ړنګ کړي ول.

د شمالي وزيرستان د تعليم مرستيال ضلعي افسر وايي، دا وخت ۶۵،۰۰۰ ماشومان په سکولونو کې داخل دي او تر ۳۰،۰۰۰ پورې بيا له سکولونو بهر دي.

د نوموړي په وینا، د ضم کېدو پرو خت په شمالي وزيرستان کې د نجونو د تعليم شرح ۱.۵۷ او هلکانو هغه څه باندې ۲۷ فيصده وه خو دی وايي چې اوس ښايي د نجونو هغه ۵ او هلکانو هغه ۳۵ فيصده ته رسېدلې وي.

فدا وزير د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پېمز ادارې دا خبره سمه ده چې په قبايلي سيمو کې څه باندې ۷۰ فيصده سکولونه بنيادي اسانتياوې نه لري او زده کونکي يې له معياري تعليمه بې برخې دي.

دی وايي چې د دې دواړو مسلو پر حل کار شروع شوی دی خو د ده په خبره، د خېبرپښتونخوا له نورو ضلعو سره د تعليم په برخه کې د قبايلي سيمو برابرولو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتيا ده.

ده وویل، "د حکومت هم ذمه وارۍ جوړېږي چې هلته نوي سکولونه جوړ کړي او تعليمي ادارو ته د ماشومانو راوستو لپاره بايد حکومت د دې ماشومانو له کورنيو سره مالي مرستې وکړي، په ځانګړې توګه خلکو کې د نجونو د تعليم د ارزښت په اړه پوهاوی پېدا کړل شي، د سکولونو استادان وروزل شي چې دارنګ د تعليم معيار ښه شي."

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۷م کال د مې پر ۳۰مه د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال ړنګ شوی سکول

د کورمې د تعلیم حالت

د کورمې د تعليم مرستيال ضلعي افسر رضوان الله بنګښ د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا تر ورګډېدو وروسته په کوزه او مرکزي کورمه کې يو هم نوی سکول نه دی جوړ شوی.

خو د ده په وینا، له ۲۰۱۸م کاله وړاندې جوړ شوي ۸۴ سکولونه فعاله دي او څه باندې ۱۰۰ سکولونه چې په بدامنۍ کې وران شوي ول هم په وروستيو درو کلونو کې رغول شوي دي چې ورسره په هغو سيمو کې د سکولونو شمېر ۳۷۴ ته رسېدلی دی .

دی وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت د مرکزي او کوزې کورمې په سکولونو کې تر ۲۰،۰۰۰ پورې زده کونکي و چې اوس دغه شمېر ۴۳۰۰۰ ته رسيدلی دی.

ده زیاته کړه، "د درې نویو پرايمري سکولونو جوړولو منظوري شوې ده او د دې هم منظوري ورکړل شوې چې دوو پرايمري سکولونو ته به د مډل سکولونو او دوو مډل سکولونو ته به د های سکولونو او درې های سکولونو ته به د هاير سیکېنډري سکولونو درجه ورکوي."

ده وویل چې د دې هرڅه لپاره پيسې هم بېلې شوې دي او کېدای شي چې ژر پرې کار پېل شي.

رضوان الله بنګښ زیاته کړه چې د بره کورمې تعليمي ادارو په اړه معلومات نه لري او دا دې د کورمې د تعليم له ضلعې افسر عباس خانه واخیستل شي خو عباس خان او نورو اړونده چارواکو زموږ ټېلېفونونو ته ځواب و نه وایه.

د کورمې په پکه کلي کې د وسله والو له خوا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر پر ۱۲مه سوځول شوي سکول ته د پاکستان یو عسکر ولاړی دی

د اورکزیو د تعلیم حالت

د اورکزیو د تعليم افسر فريد الله مسید وايي، د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا د ضم کېدو پر وخت د دوی په ضلع کې ټول ۴۸۶ سکولونه ول چې اوس يې شمېر ۵۷۹ ته رسېدلی دی.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې هېڅ نوی سکول نه دی جوړ شوی خو د ناامنیو پر مهال له ړنګو ۱۲۸ ښوونځیو څخه یې زیاتره رغولي دي.

د ده په وینا، له دې سره په سيمه کې د فعالو سکولونو شمېر زيات شوی دی.

ده زیاته کړه، "درې کاله مخکې د اورکزو ضلعې په سکولونو کې د زده کونکو شمېر ۳۲،۰۰۰ وو چې اوس ۴۳،۰۰۰ ته رسېدلی دی. د تعليم پر وړاندې لوی خنډ په ځينو سيمو کې بدامنۍ ده چې له کبله يې په استادانو او زده کوونکو کې وېره ده او سکولونو تلو ته زړه نه ښه کوي."

د اورکزی قبایلي ضلعې نقشه

د خیبر د تعلیم حالت

د خېبر د تعليم ضلعي افسر نثار محمد خان وايي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې چې کله قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ضم کېدې نو هغه وخت په خېبر ضلع کې د سکولونو شمېر ۶۵۴ وو چې اوس ۷۴۳ ته رسېدلی دی.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د دوی په سيمه کې وسله والو ۱۴۲ سکولونه ړنګ کړي ول چې پکې زياتره په تېرو درو کلونو کې رغول شوي دي.

نوموړی وايي چې په دې اړه معلومات نه لري چې ايا په تېرو درو کلونو کې په خېبر ضلع کې کوم نوی سکول جوړ شوی او که نه خو د ده په وینا، د زده کوونکو شمېر زيات شوی دی.

ده وویل، "په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت د خېبر ضلعې په تعليمي ادارو کې د زده کوونکو شمېر شاوخوا ۸۷،۰۰۰ وو چې اوس څه باندې ۱۱۹،۰۰۰ ته رسېدلی دی. البته دا معلومه نه ده چې په سيمه کې څومره زده کوونکي له سکولونو بهر دي خو شمېر يې زيات دی."

د خیبر په باړه کې د وران کړل شوي سکول زده کوونکي په خېمه کې د زده کړو پر مهال (انځور: د ۲۰۱۶م کال د سېپټمبر ۱۹مه)

د مومندو د تعلیم حالت

د مومندو ضلعې د تعليم څانګې تخنيکي همکار عدنان مومند وايي د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت په مومندو ضلع کې۵۸۰ سکولونه ول چې اوس دغه شمېر۶۶۴ ته رسېدلی دی.

مومند د اپرېل پر ۳۰ مه مشال راډيو ته وويل چې په ضلع کې وسله والو ۱۲۷ سکولونه ړنګ کړي ول چې څه باندې ۸۰ يې بېرته رغېدلي.

نوموړي زياته کړه، " درې کاله مخکې په مومندو ضلع کې د تعليم شرح ۲۷.۹ فيصد وه. په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت په مومندو کې شا و خوا ۶۶،۰۰۰ ماشومان له سکولونو بهر ول خو اوسنی شمېر چا ته نه دی معلوم ځکه چې لا هم سروې نه ده شوې."

د باجوړ د تعلیم حالت

مشال رېډيو د باجوړ ضلعې د تعليمي څانګې مشر شيرين زاده او نورو اړونده چارواکو ته څو ځلې ټېلېفون وکړ خو هغوی ځواب و نه وایه.

البته په سيمه کې د مشال راډيو له غونډو کړیو ارقامو سره سم، په خېبرپښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ضم کولو پر وحت په باجوړ کې ټولې ۶۱۷ تعليمي ادارې وې چې پکې ۴۱۶ د هلکانو او ۲۰۱ د نجونو وې.

همداراز، په باجوړ کې وسله والو ۱۱۱ تعليمي ادارې ړنګې کړې وې چې پکې زياتره په تېرو درو کلونو کې جوړې شوي دي خو يو هم نوی سکول نه دی جوړ کړل شوی.

له ارقامو سره سم، په باجوړ کې اوس هم ۵۶ سکولونه داسې دي چې ودانۍ يې جوړې دي خو فعاله نه دي او په ياده ضلع کې۱۰۴ کلي داسې دي چې پکې يو پرايمري سکول هم نشته.

د باجوړ د یو سکول زده کوونکي

په قبایلي ضلعو کې د تعلیمي ودې لپاره څه په کار دي؟

د قبايلي ضلعو حکومتي چارواکي وايي چې د تعليم پر وړاندې تر ټولو غټ خنډ ناپوهي او غربت دی.

دوی وايي، حکومت ته پکار ده چې د رسنيو له لارې په خلکو کې د تعليم د اهميت په اړه پوهاوی پیدا کړي او د سکولونو د بې وزله ماشومانو کورنیو ته میاشتنۍ مرستې زیاتې کړي. اوسمهال حکومت هره میاشت غریبو کورنیو ته ۲،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

دوی زياتوي چې حکومت بايد په قبايلي ضلعو کې ځايي خلک د استادانو پر څوکيو برتي کړي خو ورته دې د ښوونې مکمله روزنه هم ورکړي.

بلخوا د غېر دولتي سازمان پېمز د پاليسو مشر عمر ورکزی زیاتوي، د دوی د ادارې له څېړنې سره سم، د خیبر پښتونخوا له نورو برخو سره د قبايلي ضلعو د تعليمي شرحې يو شان کولو لپاره بايد هلته لږ تر لږه ۷،۵۰۰ نوي سکولونه جوړ شي او څه باندې ۱۴،۰۰۰ نوي استادان وګومارل شي.

مشال راډيو تر یوې اوونۍ د خېبرپښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم وزير شاهرام تره کي او د تعليم د صوبایي کمېټۍ مشر پښتونيارخان او نورو اړونده صوبايي چارواکو ته ټېلېفونونه وکړل خو په خبرو بریالۍ نشوه. پښتونیار خان لومړی ژمنه وکړه خو بیا پر ټاکلي وخت یې زموږ ټېلېفون ته ځواب و نه وایه.