په بنو کې د درې کسانو مړي موندل شوي

د جنوبي وزيرستان مکين اوسېدونکي د دوو ځوانانو د وژل کېدو پرضد د احتجاج پر مهال.عکس-ارشېف

د خيبرپښتونخوا چارواکي وايي چې په بنو کې د درې کسانو مړي موندل شوي دي.

د بنو پوليسو يو لوړ پوړې چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډيو ته ويلي چې د روانې مې میاشتې پر درېيمه نېټه د شمشي خېلو سيمې په کرمه خوړ کې ماشومانو خشاک راټولول چې په خاورو کې يې پټ د درېوو کسانو مړي وموندل.

چارواکیو مړي د پېژندګلوي لپاره روغتون ته يوړل خو د څو ساعتونو تر تېرېدو وروسته هم د هغوي شناخت ونشو ځکه چې د دوی په وينا مړي ډېر خراب شوي ول.

دا هم وګورئ: جنوبي وزيرستان: پر څلور پوځیانو د قتل مقدمه درج شوه

د ډومېل پوليسو مقدمه درج کړې او پلټنې يې پیل کړې دي. دا په تېرو شاوخوا يوه نېم میاشت کې د مړو د موندلو درېيمه پېښه ده.

تردې وړاندې د اپرېل پر نهمه نېټه په کوهاټ کې په يوه ډله يزه قبر کې د ۱۶ کانکېدونکيو مړي موندل شوي ول. چارواکي وايي چې دا کسان په ۲۰۱۱ز کال تښتول شوي ول چې بیا تر نهه کلونو ورپسې خپل خپلوان ګرځېدل. د دوی تړاو له شانګلې سره وو.

د مارچ پر ۲۱ نېټه هم د بنو په جانيخېلو کې د څلورو تنکيو ځوانانو مړي موندل شوي ول او له هغو وروسته ځايي خلکو پرلت پیل کړی وو.

دوی له حکومته د وژونکو د ګرفتارۍ او له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو غوښتنې کړې وې. حکومت د مارچ پر ۲۹مه د جانیخېلو له اوسېدونکو سره موافقه وکړه او هغوی پرلت ختم کړ.

په بنو کې د پوليس وژنه

د بنو پوليسو وايي چې وسله والو کسانو د پوليسو سپاهي وژلی دی.

پوليسو په بیان کې ويلي چې د مې پر درېيمه نېټه پر موټرسايکل سورو کسانو سپاهي وواژه.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.