افغانستان کې د اختر او اوربند پر لومړۍ چاودنو نهه تنه وژلي

ارشیف، کندهار کې یوه چاودنه

په افغانستان کې اختر او درې ورځني اوربند په کندهار او کنذوز کې له چادونو د اوو تنو په وژل کېدو او د ځینو نورو په ژوبلېدو پیل شو.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي نن سهار د پنجوايي ولسوالۍ په صالحان سیمه کې پر یوه ټکسي موټر د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او دوه ماشومان او یو تن بل ټپیان شوي دي.

بل لور ته نن سهار د میوند په بازار کې یو بل ماین وچاودېد چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پینځه تنه وژلي دي.

په کندز کې هم چارواکي وايي چې هلته د اختر په لومړۍ ورځ ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي او د ماشومانو په ګډون‌یې ۱۴ نور ټپیان کړي.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې طالبان او حکومت دواړو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.

عام افغانان د درې ورځني اوربند هرکلی کوي او ورته خوښ دي، خو د دې اوربند د غځېدو غوښتونکي دي.

د کابل ولایت اوسېدونکی نصرت‌الله د دایمي اوربند غوښتونکی دی. نوموړی وايي، ټول خلک هیله لري چې هر اختر مو په همداسې اوربند او سوله کې تېر شي او له حکومت او طالبانو غواړو چې اوربند وغځوي.

دایمي اوربند نه‌یوازې د نصرت‌الله غوښتنه ده، بلکې جان اغا صالح چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي چې دا اختر ورته ځانګړی دی ځکه اوربند دی او خلک په ارامۍ اختر لمانځي.

جان اغا صالح وايي، د اختر لمونځ یې ارامۍ وکړ او هیله لري چې همداسې ارامي تلپاتې وي.

په ورته وخت کې یو شمېر خلک شته چې د اوربند سربېره‌یې تېرو شویو نا امنیو پر اختر سیوری کړی. له دې ډلې یو هم د پکتیا د ډنډ پټان اوسېدونکی قلم‌یار دی.

د کابل لوېدیځ کې د چاودنو له امله ټپي شوې ماشومه

قلم‌یار وویل: "د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې خوشحالي نه‌شته، په ځانګړې توګه زموږ د خلکو په مینځ کې، موږ له دوو کلونو راهیسې خوښۍ نه‌دي لیدلي، که اختر وي او یا هم عادي ورځې."

د کندز اوسېدونکی میرویس زاخېل هم وایي، چې ناامنیو یې د اختر خوښۍ او ساعتتیرۍ له‌منځه وړي دي. مخکې به خلکو په کلیو کې د اختر په شپو او ورځو کې بېلابېلې لوبې کولې، درې ورځې اختر به ۱۰، ۱۲ ورځو ته غځېده. خلکو به هګۍ جنګي، بزکشي او اتڼونه کول، خو اوس هېڅوک د ناامنۍ له وجې له کوره نه‌ وځي.

ګڼو هغو خلکو چې ازادي راډیو سره‌یې خبرې کړي ویلي، تېرو میاشتو او اوونیو کې ناامنیو، چاودنو او جګړو افغانان دومره ځپلي چې درې ورځنی اوربند یې ټپونه نه‌شي پټۍ کولای او نور د جګړې زغم نه‌لري.

دوی هیله لري چې دا درې ورځنی اوربند به‌یې هېواد کې د یو دایمي اوربند پیلامه شي.