د دیر اوسیدونکي تر چتراله د موټر وې جوړېدو غوښتنه کوي

د ارشیف انځور

د ملاکنډ ډویژن اوسیدونکي او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندنو ځینې استازي له حکومته غوښتنه کوي چې د سوات د موټر وې د دوهمې برخې په شان دې د دیر او چترال ترمنځ په موټر وې هم زر کار پیل کړي.


دوی وايي، که حکومت داسې ونه کړل نو د احتجاجونو لړۍ به پیل کړي. د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د دیر د خلکو استازی او پخوانی صوباي وزیر عنایت الله وايي، حکومت له پکار دي چې خپله ژمنه پوره کړي او په راروان بجټ کې دې ته پیسې بیلې کړي.

هغه وايي:

"وزیر اعلی محمود خان وايي، د دیر او چترال ترمنځ موټر وې به د صوبايي او مرکزي حکومت په شراکت سره جوړول کېږي. موږ د صوبايي حکومت نه دا غوښتنه کوو چې که د ژمنې سره سم یې په راروان بجټ کې پیسې ورته بیلې نه کړې نو موږ به احتجاجونه پیل کړو."

د بره دیر اوسیدونکی شاه حسین وايي، له اسلام اباد او پېښور نه تر چکدرې پورې د سوات د موټر وې له وجې لاره ډېره اسانه شوې ده. هغه وايي که د چکدرې نه وړاندې تر چتراله موټر وې جوړه شوه نو د کوز دیر، بره دیر، باجوړ او د چترال خلکو ته به لوی سهولت وي.

خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار عبدالکریم خان وايي، د دیر او چترال ترمنځ د موټر وې د لومړۍ برخې چې ۳۸ کیلومیټره جوړېږي، سروې مکمله شوې. هغه وړاندې وايي:

"له چکدرې نه تر دیره پورې د موټر وې منظوري ورکړل شوې ده خو د دیر او چترال ترمنځ موټر وې به په راتلونکې وخت کې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ په لړ کې جوړه شي او دا به د واخان د پټۍ له لارې تر منځني اسیا پورې وغځول شي."

د دیر او چترال اوسیدونکي وايي، که تر چتراله موټر وی سړک جوړ شي نو دا به د پاکستان د نورو برخو او له نورې نړۍ نه سیلانیان ځان ته راکاږي او په دې توګه به د سیمې اقتصاد ورسره وده وکړي.