د جانيخېلو مشرانو د وعدو نه پوره کېدو په صورت کې د بيا احتجاج ګواښ وکړ

د جانخېلو د مارچ د مياشتې د مظاهرې تصویر

د شمالي وزيرستان جانيخېلو جرګې ګواښ کړی چې که حکومت ورسره پر تړون عمل ونکړي نو دوی به د اسلام اباد پر لور لاريون کوي.

حکومت او د جانيخېلو مشرانو د مارچ په مياشت کې له هغه وروسته تړون کړی وو چې کله د سيمې خلکو د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد تر اتو ورځو احتجاجي پرلت کړی وو. د دې ځوانانو مړي تر شل ورځې لادرکه کېدو وروسته موندل شوي وو او تر اوسه یې معلومات نه دی شوی چې چا او ولې وژلي دي.

حکومت د خلکو سره کړې لوظنامې ته ارزښت نه ورکوي
ډاکټر ګل عالم وزیر

د جانيخېلو د مشرانو سره په حکومتي تړون کې چارواکو ژمنې کړې وې چې په درې مياشتو کې به د وژل شويو کسانو قاتلان نيول کېږي او سزا به ورکوي، له کورنيو سره به يې مالي مرستې کوي، سيمه به له وسله والو پاکوي او د جانيخېلو د لادرکه کسانو ستونزه به هواروي.

خو د مې په ۲۲مه په بنو کې تر جرګې وروسته يو مشر ډاکټر ګل عالم وزير خلکو ته په وينا کې وويل داسې ښکاري چې له حکومت سره اوس هم د ژمنو پوره کولو وخت شته او اهميت نه ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې که حکومت همدا رويه روانه وساتله نو دوی به د پاکستان تر مرکزه، اسلام اباد د مظاهرې په شکل ورشي او احتجاجي پرلت به ووهي.

دا هم وګورئ: جانیخېل ولې د بې امنۍ ښکار ده؟

مشال رېډیو هڅه وکړه چې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي خو څوک په ښکاره خبرو ته حاضر نشو البته د شمالي وزيرستان يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې دوی وار له مخه په تړون عمل پیل کړی دی.دغه چارواکي دا هم وويل چې تر اختر لږ مخکې ډپټي کمشنر د حکومتي ژمنو د عملي کولو په لړ کې د قومي مشرانو سره جرګه هم کړې وه.

دوی په دې عمل کې د هغې پولیس تاڼې ذکر هم کوي چې د جانيخېلو سره تر تړون وروسته جوړه شوې خو د دې تاڼې پرانیستې ته ځايي‌مشران ځکه د احتجاج په توګه نه وو ورغلي چې د دوی‌په وينا حکومت هسې نمایشي کارونه کوي او اصلي وعدې یې نه دې پوره کړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي