د افغان ژباړونکو په باب واشنګټن پلان جوړوي

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک مېلي

یوه لوړپوړي امریکايي جنرال ویلي، واشنګټن له افغانستانه د هغو ژباړونکو او نورو کسانو د ایستلو په اړه پلانونه جوړوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکايي او اېتلافي ځواکونو سره کار کړی.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک مېلې ویلي، واشنګټن پوهېږي چې د پام وړ شمېر افغانانو له اېتلاف او امریکا سره مرسته کړې او دا چې هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ دي.

مېلې وايي، په دې اړه په خورا چټکۍپلانونه تیارېږي. نوموړي دا څرګندونې د مې پر ۲۶مه کړې دي چې پرون (د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ) خپرې شوې.

د ده په خبره، د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د انتظاماتو مشري کوي چې هغه کسان امریکا ته ولېږدوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کاوه.

ده زیاته کړې چې دا باوري کول اړین دي چې امریکا هغو کارکوونکو ته 'وفاداره ده' او که ضرورت وي او هغوی غواړي نو له افغانستانه یې وباسي.

دا هم وګورئ:

افغان ژباړونکو ته امریکا ویزه نه ورکوي، او وايي هېڅ خطر نه لري

له شاوخوا ۱۸،۰۰۰ افغان ژباړونکو، کمانډویانو او نورو هغو چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کاوه، څخه ډېریو یې امریکايي ویزو ته غوښتنلیکونه ورکړي.

په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال له امريکا او ناټو ځواکونو سره کارکوونکي افغانان وېره لري چې د نړيوالو پوځیانو تر وتلو وروسته يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي. دغه پخواني کارکوونکي، چې زياتره يې ژباړونکي دي، وايي چې بهرنيان دې یې يوازې نه پرېږدي او له ځان سره دې بوځي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان ژباړونکي خپله راتلونکې خوندي نه ګڼي

امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه خپل ټول سرتيري باسي.

په افغانستان کې اوسمهال له ۲،۵۰۰ څخه تر ۳،۵۰۰ پورې امریکايي او د ناټو اېتلاف شاوخوا ۷،۰۰۰ پوځیان دېره دي.

له دې وړاندې، د مې پر ۱۸مه د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټۍ له افغانستانه د هغو زرګونه کسانو د ایستلو غوښتنه کړې وه چې له امریکایي او ایتلافي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دوی وويل، د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې باید دغه کسان له افغانستانه تخلیه شي ځکه داسې وېره لري چې طالبان به یې ووژني.