د علي وزیر په قضیه کې د سیند وزیر اعلا ناخبره ساتل شوی: بلاول بوټو

علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۸، ۰۸م اپرېل

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير د ضمانت ردولو په باب د سیند های کورټ فیصلې په باب ويلي، له دې مقدمې څخه د سيند صوبې منتخب وزیراعلی ناخبره ساتل شوی وو.

بلاول بوټو زرداري د جون په لومړۍ نېټه پر ټويټر کښلي، په ملک کې د منتخبو ولسي استازو د بیان ازادۍ حق خوندي نه دی، له یو چا سره د اختلاف يا اتفاق په صورت کې به نيوکې او اختلاف کول زغمل وي.

سيند هايکورټ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت پر خواست محفوظه کړې فیصله اورولې او د هغه ضمانت يې رد کړی دی.

سيند هايکورټ په پينځم مارچ د علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظه کړې وه.

پي ټي اېم ویلي د علي وزير د ضمانت خواست به سپریم کورټ ته وړي.

دا هم وګورئ:

د خړ کمر شهیدان او د عارف وزیر وژنه نه شو هېرولی: پي ټي اېمسيند های کورټ د علي وزير ضمانت رد کړکراچۍ احتجاج: د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کسان دې پرېښودل شي

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ وايي، په پاکستان کې د يوه پوځي امر پروېز مشرف لپاره يو قانون او د يوه پښتون ولسي منتخب نماينده لپاره بل قانون کارول کېږي.

د علي وزير د ضمانت د خواست رد کولو د فېصلې په اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کې عثمان کاکړ وويل: ''ګرفتاري ډېر زیاتوب وشو، پر ده [علي وزیر] یې کیس جوړ کړ، جیل ته لېږل او بیا د ده ضمانت ردول نو په دې اړه زموږ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا دریځ دی، جنرل مشرف چې د ملک ایین یې معطله کړی وو، ایین یې تر پښو لاندې کړی وو، هغه یوه ورځ عدالت ته پېش نه سو، بلکې مشرف یوه ګنټه جیل ته نه دی تللی. یو کس چې د ایین پامالي کوي د هغه لپاره دا رویه؟ او یوڅوک چې په خپل ولس، خپل وطن او خپل قام کې د ترهګرۍ خلاف وي نو له هغه سره دا رویه؟ مانا یو پښتون دی نو دا رویه ورسره کېږي.''

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک وايي، له دې مقدمې څخه څرګنديږي چې په پاکستان کې د اظهار رايې ازادي نه شته. پارلیمان بالادست وي خو په پاکستان کې نه دی.

مشال رېډیو سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د پنجاب نه پورته کېدونکي غږ سره يو او د پښتون له غږ سره بل سلوک کيږي. ''دا زموږ په دې ملک کې بدقسمتي ده، دلته پارلمان بالادست دی، خو دلته نه دی. دلته دې یوې خبرې وضاحت وي، که همداسې غږ له پنجاب صوبې پورته کېږي نو له هغوی سره داسې سلوک نه کېږي، کوم چې له پښتنو سره کېږي. حکمرانان به تنقید برداشتوي، خلکو ته د شک په سترګه کتل مناسب خبره نه ده.''

واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند او مسلم ليګ نواز ګوند بيا په دي اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ پروسږ کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو. دغه غونډې ته له علي وزير سره سره منظور پښتين، محسن داوړ او نورو هم ويناګاني کړې وي او په ۷ دسمبر بيا د سهراب ګوټ پوليسو مقدمه ورباندې کړې وه.

علي وزیر پروسږکال د دسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو چې بيا يي کراچۍ ته یووړ. له نوموړي سره په قضيه کې نيول شوي د پي ټي اېم د کراچۍ ټول غړي د ترهګري مخنيوي عدالت په ضمانت خوشي کړي او يوازې علي وزير له تېرو پینځو مياشتو نه زيات وخت راهیسي د کراچۍ په زندان کې دی.

په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او ملګرو یې د تير کال د دسمبر په شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست ضد د وینا کولو تور پورې کړی دی. خو په قضيه کې د هغوي وکيل قادر خان ايډوکيټ دغه تور ردوي او وايي چې پر سټيج هېچا د ریاست پرضد وینا نه وه کړې.

او بيا پښتون ژغورنې غورځنګ هم دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.