د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر پنجاب او خیبر پښتونخوا وروسته به د بلوچستان ولس ته هم صحت کارډ ورکوي.
د نوموړي په وینا په ژمي کې د دې صوبې شمالي سیمې ډېرې یخې وي نو هڅه به کوي چې راتلونکې کال کې په زیارت کې د اوبلن ګیس (ایل پي جي ګیس) پلانټ ولګوي.
عمران خان دا اعلانونه د جون پر لومړۍ نېټه کوټې ته د خپلې یوې ورځنۍ سرکاري دورې پر مهال وکړل.
نوموړي لومړی د کوټه سټاف کالج کې لوړپوړو پوځي چارواکو ته وینا وکړه او وروسته د اوبښتو په ځنګلونو پوښلې سېلانۍ سیمې زیارت ته ولاړ او هلته یې یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې وفاقي حکومت د بلوچستان جنوبي سیمو (بلوڅ مېشتو سیمو) د ترقۍ لپاره شاوخوا اووه (۷) سوه اربه روپۍ ورکړي دي.
صحت کارډ
وزیراعظم عمران خان د خپلې دغه دورې پر مهال وویل چې د بلوچستان هرې کورنۍ ته به صحت کارډ ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا نیمايي ابادۍ ته یې صحت کارډ رسولی چې نېږدې ۱۰ لکو وګړو ته وړیا درملنه (علاج) ورکوي او د سږني کال تر پایه به د پنجاب ټولو خلکو ته صحت کارډ ورکول کېږي.
خو حزب اختلاف وايي، د وزیراعظم عمران خان له اوسنۍ دورې د بلوچستان ولس مایوسه شوی دی، د دوی په وینا په خاصه توګه د بلوچستان په شمالي برخو (پښتون مېشتې سیمې) لپاره یې هېڅ ځانګړی اعلان نه دی کړی.
دا هم وګورئ:
عمران خان وايي، د بلوچستان د خلکو ټولې مسلې به هوارويد قبایلي ضلعو خلک صحت کارډونو ته څنګه ګوري؟حکومت په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه کويقبایلي سیمو کې د روغتيا په څانګه کې اسانتیاوې برابروو: عمران خان
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر دوهمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د زیارت سنځاوۍ سړک د جوړولو منظوري تېر حکومت ورکړې وه.
د نوموړي په وینا چې د عمران خان حکومت نه ملازمتونه ورکړي، نه یې ډېمونه ورکړي، د چمن کاروبار یې په ټپه ودرولی، په زرګونو لکونو خلک یې بې روزګاره کړل، د اېف سي چېک پوسټونه دي.
عثمان کاکړ زیاتوي چې د زیارت ځنګلاتو/فارسټ یونیورسټۍ او د موساخېلو مالدارۍ یا لایوسټاک یونیورسټۍ تېر حکومت پلان کړې وې خو د بلوچستان وزیر اعلا جام یې نه پرېږدي.
د زیارت د دورې څخه وړاندې په سټاف کالج کوټې ته په خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان وویل، دوی یو داسې پاکستان جوړول غواړي چې د قانون حکمراني وي او ولس ته بې له څه توپیره انصاف ورسېږي.