مکین پرلت: ماین چادونه کې د وژل شویو ماشومانو مړي هم اېښودل شوي

مکین کې د مځکني ماین په چاودنه کې د وژل شویو ماشومان جسدونه د پرلت ځای ته وړل شوي. ۲۰۲۱، ۳م جون

د جنوبي وزيرستان په مکين کې ځايي خلکو د ماين په چاودنه کې د درې ماشومانو د وژنې د پېښې پرضد پرلت وهلی دی.

د جون په لومړۍ نېټه د تحصيل لده تنګه بادنزۍ کې شوې چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه زخميان ول.

د پرلت ګډونوال او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد بېګاه مشال رېديو ته وویل چې په لومړي ځل په ځمکنيو ماینونو کې د وژل شویو لپاره احتجاج کوي او په پرلت کې يې د هغو ماشومانو مړي هم اېښي دي چې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې د دوی ولس د ماین چادونو ډېر کړولی دی، دوی ورته د انصاف غوښتنو لپاره راوتلي دي.

دی زیاتوي چې یوازې د مسیدو په علاقه کې ۱۱۸مه پېښه ده چې پکې تر ۳۰۰ زیات، ماشومان، ښځې او سړي ټپیان شوي دي او د راټول کړیو مالوماتو له مخې ۲۵ تنه پکې وژل شوي دي.

عالمزېب مسید وايي، د دې لپاره یې پرلت وهلی دی چې د ماین پاکۍ ټيمونه یې سیمې ته ولاړ شي او ماینونه پاک کړي.

په دې پېښو کې د وژل شویو کسانو لپاره دې د پنجاب په شان شهدا پېکېج ورکړل شي. یاده دې وي چې په پنجاب کې د تېلو ټانکر چاودنې قربانیانو کورنیو لپاره حکومت پیسې اعلان کړې وې. بل د دوی په سیمو کې بره پر کورونو ډرون نه الوزول کېږي، د کلیو په مینځ کې امنیتي پوستې دې ختمې کړل شي.

دا هم وګورئ:

جنوبي وزيرستان: پر څلور پوځیانو د قتل مقدمه درج شوهتر څو چې انصاف ونه شي، مړي نه ښخوو: مکين پرلت والجنوبي وزیرستان کې د دوو ځوانانو وژنې خلاف پرلت پیل شوی

خود جنوبي وزيرستان ډپتي کمشنر خالد اقبال بېګاه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت له پرلتوالو سره خبرې اترې کړي او د هغو ټولې غوښتنې يې منلې دي خو د ده په خبره د دې سربېره هم هغو احتجاج ته دوام ورکړی.

د جنوبي وزيرستان په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ماينونه ښخ کړل شوي چې د چاودنو له وجې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او معذوره شوي دي چې پکې زیاتره ماشومان دي.