ګودر، چینه او چینار د پښتنو د کلتوري او رومانوي ژوند ستر علامتونه دي چې د وخت تیرېدو، د ابادۍ ډېرېدو او د کلیو ـ بانډو د غځېدو له کبله، اوس یوازې تر شعرونو او سندرو پورې محدود پاتې شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د اوبو لویه سرچینه د ایمالونو ویلي کیدل او بارانونه دي چې خلک یې بیا د سیندونو، کوهیانو او تالابونو په شکل کې په کار راولي.
خو د ماحولیاتو د چارو پوهان وايي، د ځنګلونو د بې دریغه پرې کولو او له منصوبه بندۍ پرته د تعمیرونو ودرولو په نتیجه کې، د اوبو دغه سرچینې ډېرې اغیزمنې شوي دي.
د پېښور په انسټيټیوټ اف منیجمنټ ساینسز کې د اوبو د انتظام د چارو یو پوه، ډاکټر شکیل حیات وايي، د نوو هاوسنګ سوسایټو، په فصلونو د دوایانو د استعمال او د ګنده اوبو د بیا پاکولو د مناسب نظام د نېشتوالي له کبله، په ډېرو سیمو کې اوبه د څښلو قابلې نه دي پاتې شوې.
حیات وايي: "زموږ په حیات اباد او ریګي کې او په نورو هغو ښارګوټو کې چې نوې جوړېږي، په غسل خانو او باورچي خانو کې چې کومې اوبه استعالېږي، د هغې د پاکولو یاني Treatment هېڅ انتظام نه شته. په ټول پېښور کې د روغتونونو، صنعتونو او کورونو د اوبو پاکولو یوه منصوبه هم نه شته."
ده وړاندې وویل، تېر کال په کالام کې ۳۵۰ هوټلونه پرانيستې وو او دا ویل کیده چې سږ کال به ۴۰۰ نور پرانېستل شي خو د دې ۷۰۰ هوټلونو د ګنده اوبو د سنبالولو څه انتظام نه وو او ټولې اوبه د سوات سیند ته روانې وې. هغه پوښتنه کوي: ایا چا دا فکر کړی چې دا اوبه به چیرته ځي؟ د هغه په اند ځواب یې دا دی چې تر ځمکې لاندې د اوبو ټولې سرچینې ورسره خیچنې شي.
د مناسب نظام نېشتوالي له کبله، د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې اوبه د څښلو قابلې نه دي پاتې شوي.ډاکټر شکیل حیات
د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو، اېچ، او د پاکو اوبو د معیار لپاره خپلې پیمانې ټاکلې دي چې په هغې کې د اوبو د رنګ، بوی او خوند جاج اخېستل کېږي او په کې دننه د کیمیایي موادو موجودګۍ ته کتنه کېږي.
خو د پاکستان د ساینسي او صنعتي څیړنو ادارې .P.C.S.I.R چارواکي وايي، په دغه اړه په ولس کې بیداري نشته چې د دوی په لیبارټرۍ کې د اوبو د کره یا کوټه مالومولو لپاره ازموینه وکړي.
د ادارې یو څیړنکار شکیل بادشاه وايي، دوی ته مالومه شوې ده چې په پېښور، مردان او ډیره اسماعیل خان کې په اوبو کې ډېر کیمیايي مواد شامل شوي دي.
نوموړي وايي: "د مردان او سوات اوبه، که تاسو په طبعي او کیمیاوي کچه وګورئ نو پاکې دي خو که د مایکروبیالوجي په پیمانه يې وګورئ نو نایټرېټ په کې شامل شوي دي چې د هیپاټایټیس (ژړي) د رنځ سبب ګرځي. دغه شان په ډیره اسماعیل خان کې په ازموینه کې درک لګېدلی دی چې هلته (ارسینیک) ډېر دي چې په نتیجه کې يې د سرطان یا کینسر رنځ په ډېریدو دی. د اوبو د خیچنوالي له کبله، که له یوې خوا د سیمې فطرتي رنګونه زیانمن شوي دي، نو له بلې خوا، د بېلا بېلو رنځونو سبب هم جوړ شوی دی. د پېښور پوهنتون د مایکروبیالوجي او بایو ټیکنالوجي مرکز له خوا د ۲۰۲۰ز کال په جون میاشت کې ترسره شوې یوې څېړنې کې راغلي چې په پېښور کې د ځیګر د سرطان د رنځورانو شمېره ۳۳,۳ فیصده، په مردان کې ۱۰,۵ فیصده او کوهاټ کې ۵,۲ فیصده ته رسیدلې ده. دغه شان په بونیر، سوات او مردان کې د هیپاټایټس د رنځورانو شمېره هم لوړه شوې ده."
دا هم وګورئ:
په قبایلي ضلعو کې په ورځ څو ساعته بجلۍ وي؟بلوچستان او سیند له وچکالۍ سره مخامخ ديځوانان د شنه او سمسور ږوب لپاره مبارزه کويد مومند او باجوړ پارلماني استازې په خپل خرڅ د څښلو اوبو بندوبست کويپه سوات کې د یو غیرسرکاري روغتون مشر او د عامې روغتیا د چارو پوه ډاکټر جواد اقبال وايي، په ۲۰۱۶ز کال کې یې چې په دغه اړه یوه څیړنه کړې وه نو ورته مالومه شوې وه چې چیرته خلک له چینو اوبه څښي نو هلته د هیپاټایټس رنځ ډېر خپور شوی دی.
د اقبال په وینا، وجه يې داده چې له دغو چینو نه څاروي او انسانان دواړه اوبه څښي او د پاکۍ څه انتظام يې نه شته. دغه شان په ښاري سیمو کې د اوبو نلونه مات شوي دي، د نالیو ګنده اوبه او فضله په کې ورګډېږي او بیا يې خلک استعمالوي، چې د روغتیا ستونزې یې لا پیچلې کړي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکو اوبو په اړه په ۲۰۲۰ز کال کې یو قانون منظور کړی دی خو د دغه قانون په نتیجه کې تر اوسه د اوبو په اړه کومه پالیسي مخې ته نه ده راغلې.
په عین حال کې په بېلا بېلو ضلعو کې د واټر اینډ سینیټیشن کمپنۍ په نوم ادارې هم جوړې کړل شوي دي چې مرام يې د څښلو د پاکو اوبو یقیني کول دي.
په سوات کې د دغه ادارې مشر میا شاهد علي وايي، اوس يې په مینګوره ښار کې د اسیايي پرمختیايي بانک په مالي مرسته د پاکو اوبو پر یوه منصوبه کار پیل کړی دی.
نوموړی وايي، هره میاشت د اوبو د معیار څارنه کوي، په خلکو کې په دغه اړه د بیدارۍ لپاره هلې ځلې کوي او هڅه کوي چې د اوبو زاړه نلونه په نویو نلونو بدل کړي.
میا شاهد علي وايي، اسیایي پرمختیايي بانک ۱۳ میلیونه روپۍ ورته منظورې کړې دي چې اوس پرې دوی د مینګورې ښار لپاره د پاکو اوبو د یو نل راوستلو په منصوبه لاس پورې کړی دی.
سږکال( ۲۰۲۱ز) د چاپیریال د ساتنې ورځ تر دې عنوان لاندې لمانځل کېږي چې پر نړیوال کچ د فطرت پخپل ځای د ساتلو او اغیزمنو شویو قدرتي وسیلو د بیا ژوندي کولو او خوندي ساتلو لپاره په ولسي او حکومتي کچ هلې ځلې ترسره شي.
د ماحولیاتو فعالان پر ولس او حکومت غږ کوي چې د چاپیریال ساتنې لپاره دې په شریکه کار وکړي.