د امریکا دفاع وزیر لويډ اسټن د مرکزي قوماندانۍ مشر فرېنک مککنزي موظف کړی چې له افغانستانه د دوی د ملکي همکارانو د ویستلو لارې چارې وسنجوي.
د "ډیفینس ون" خپرونې د راپور له مخې مککنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې له دغو ځواکونو سره یې کار کړی دی.
دا هغه ژباړونکي او کارکوونکي ښودل شوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخېدای شي.
دا هم وګورئ:
د افغان ژباړونکو په باب واشنګټن پلان جوړويافغان ژباړونکو ته امریکا ویزه نه ورکوي، او وايي هېڅ خطر نه لريافغان ژباړونکي خپله راتلونکې خوندي نه ګڼيد راپور په دوام کې راغلي، اوس به د سپینې ماڼۍ د پرېکړې له مخې د دغو افغانانو لېږدولو ته لارې چارې سنجول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځینو ژباړونکو ویلي وو چې د امریکا له خوا یې د ویزې غوښتنلیکونه رد شوي دي. خو د تېرې سې شنبې په ورځ ( د جون لومړۍ نېټه) د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د افغان ژباړونکو او امریکایي ځواکونو له همکارانو سره د واشنګټن ژمنه پرخپل ځای ده.