کراچۍ کې د باج اخیستو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کراچۍ پولیسو رپورټونه وايي چې په ښار کې د باج (کلنګ) اخیستو او هدفي وژنو پېښې په زیاتېدو دي. رسمي ارقام ښيي چې د ۲۰۲۱ز کال په لومړیو پينځو میاشتو کې تر ۵۰۰ زیات کسان په هدفي حملو کې وژل شوي. حکومت په ۲۰۱۳ز کال کې د دې ډول پېښو پر ضد په ښار کې پراخ عملیات کړي ول چې له وجې یې د شوکو، باج اخیستو او وژنو په څېر جرمونه کم شوي ول. د کراچۍ د پولیسو مشر وايي، زیاتره وسله والې ډلې یې ځپلې دي او د نورو پر ضد کارروایانې روانې دي. ویډیويي رپورټ.