د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیس افسر او د هغه ساتونکی وژلي دي


د کراچۍ پولیس وایي چارواکو ته یې د وژنې ګواښونه کېږي ـ پخوانی انځور.
د کراچۍ پولیس وایي چارواکو ته یې د وژنې ګواښونه کېږي ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ کې وسلوالو د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) افسر علي رضا او د هغه ساتونکی وژلي دي.

د سي ټي ډي پولیسو یو مشر اصف اعجاز شېخ تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې په ډي اېس پی علي رضا د جولای پر اوومه په کریم اباد سیمه کې له ګاډي څخه تر وتلو وروسته وسلوالو ووژاه.

هغه وویل چې د پېښې پلټنې يې پيل کړي دي. اصف اعجاز شېخ دا هم وویل چې دسي ټي ډي ټولو افسرانو ته ګواښونه کېږي نو له همدې کبله یې علي رضا ته بلټ پروف ګاډي هم وركړی وو. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

بلخوا د سيند اعلا وزير مراد علي شاه په برید کې د ککړو کسانو په سمدستي توګه د نیولو هدایات کړي او د پولیسو له مشره یې په دې اړه راپور غوښتی دی.

په کراچۍ کې سي ټي ډي پوليسو ځای مشر راجه عمر خطاب بيا خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې علي رضا د وسلوالو تنظيمونو لکه ټي ټي پي، زينبيون بريګيډ او نورو مذهبي او قام پرسته ډلو په ضد پراخه کچه کار کړی وو.

هغه وویل چې علي رضا د سي ایي ډي د پخواني وژل شوي افسر چودري اسلم نېږدې ملګری او د وسلوالو ډلو پر ضد یې عملیات کړي دي.

چودري اسلم په ۲۰۱۴ز کال کې، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. هغه په کراچۍ کې د وسلوالو ډلو پر ضد ډېر عملیات ترسره کړي ول.

خطاب وویل چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې وسلوالې ډلې د سي ټي ډي پولیس افسرانو ته ګواښونه کوي. هغه په دې اړه نور مالومات ور نه کړل.
د کراچۍ پولیسو په وروستیو کې په هغه کې د زینبیون، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډولو د وسلوالو د نیولو ادعاوې کړي دي.

د مې پر ۱۶مه، د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) دعوه کړې وه چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو مهم غړی يوسف خان عرف ګل يوسف یې نیولی دی. په هم هغه ورځ سي ټي ډي پولیسو د زینبیون ملېشې د دوه مشکوک وسلوالو د نیولو ادعا هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG