په پاکستان او په ځانګړی توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یوشمېر داسې سیمې دي چې بیا بیا پکې وچکالۍ ځمکو ته زیان رسولی او ګڼې کورنۍ یې نورو سیمو ته کډې شوې دي.
سږکال د جون پر ۱۷مه (نن) د وچکالۍ مخنیوي د نړیوالې ورځې موضوع هم بیارغونه، ځمکه او بحالي ده چې وايي، موږ یوه بهتره او صحت منده خاوره غواړو. د ملګر ملتونو پرمختیايي ادارې یو این ډي پي په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو که د اوبو د کمي موجوده حالاتو دوام وکړ نو تر ۲۰۲۵ز کاله به پاکستان د اوبو له شدید کمي سره مخامخ شي.
له وچکالۍ کډه شوې کورنۍ
د مومندو د حلیمزو سیمې محب علي د جون پر ۱۵مه مشال رېډيو ته وویل چې د وچکالۍ له وجې یې کورنۍ په ۲۰۱۴ز کال کې شبقدر ته کډه کړې.
نوموړی په غلنۍ های سکول کې استاد دی او له شبقدره غلنۍ ته هره ورځ تګ ورته ګران وي خو اوبه یې بنیادي ضرورت وو نو ځکه کډه شو.
د وخت له تېریدو سره په پښتونخوا کې د اوبو کچه خطرناک حد ته لاندې شوې ده.ډاکټر رزاق ناصر
محب علي زیاته کړه چې په حلیمزو کې به یې هره میاشت په ۳۵۰۰ روپو د اوبو یو ټینکر راغوښت.
"زما لوریانې به له سهاره ترماښامه په اوبو پسې وګرځیدې او چې ماښام به کور ته رالمه نو راته به یې ویل چې اوبه مو ونه موندلې. ماته خپلوالو وویل چې مه کډه کېږه خو ما ورته وویل چې ماته دا سخته د برداشت نه ده ځکه مې کلی، کور او جاییداد هر څه پرېښود."
د باجوړ اوسېدونکی او خبریال بلال یاسر وايي چې د مومندو په څیر په دې ضلع کې ګڼې چینې او کوهیان وچ شوي دي."په دې ضلع کې د اوبو کچه لاندې تللې ده او د سیمې یو شمېر کورنۍ د وچکالۍ له وجې نورو سیمو ته کډه شوي دي. په مومندو او باجوړ کې سږ کال په ژمې کې سم بارانونه ونشول او په سیمه کې ګرمي هم د پخوا پرتله زیاته شوې ده."
د باجوړ ناوې ډنډ او ګبرچینه ډېر مشهوره ځایونه یادېږي خو د سیمې ولس وايي چې د اوبو د کمې له وجې یې هغسې خوند پاتې نه دی.
د باجوړ په اتمانخیلو کې دا مهال د یوه بند په جوړولو کار روان دی. هلته د مومندو اټا جوهړ او ځناور چینې ته به اکثره خلک د سیل لپاره ورتلل خو اوس وچه ده.
دا هم وګورئ:
بلوچستان او سیند له وچکالۍ سره مخامخ دياروپايي ټولنې د بلوچستان اوبو او تعلیم لپاره ۱۱ اربه روپۍ ورکړېبلوچستان: "یاره اوبه نشته اغا جانه"'اسلام اباد دې د بلوچستان وچکالۍ ته پام واړوي'
په مومندو کې خبریال فوزي خان مومند بیا مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ په مومندو کې د اوبو پایپونو غځولو منصوبه پیل کړې ده."له یکه غونډه لاندې په سرو کلي کې د ټیوب وېلونو لګولو کار روان دی.له هغه ځایه به یوه لوی پایپ لاین هیډ کوارټر غلنۍ ته ورځي."
له بلوچستانه هم يو شمېر کسان د وچکالۍ له وجې نورو سیمو ته کډه شوي دي. د وچکالۍ له وجې له پښینه کراچۍ ته کډه شوی امان الله وايي، په خپله سیمه کې شاوخوا ۱۱۰ اېکړه ځمکه لري خو د فصل نه کېدو له وجې دا مهال په کراچۍ کې د زړو بوټانو خرڅولو کاروبار کوي.
امان الله زیاتوي، د کوټې خلک له ۱۰۰۰ واخلې تر ۳۰۰۰ روپو پورې د اوبو ټینکر اخلي خو د هغه اوبو معیار هم ډېر خراب دی." له ۱۵، ۲۰ کلونو راهیسي کراچۍ ته راغلی یمه، مځکې مې پرېښودې دي، باغونه مې وچ شول، کوم وخت کې چې زه پښین کې وومه، اوبه ۲۵۰ یا ۳۰۰ فوټه لاندې وې او له دوو څخه درې لاکه پورې به یې خرچه وه او اوس اوبه ۹۰۰ فوټه لاندې شوي دي هغه هم دوه انچه اوبه دي او خرچه یې په ټیوب ویل ۳۰ لاکه ده."
د ۲۰۲۰ز کال په ډیسېمبر کې اروپايي ټولنې له وفاقي حکومت سره د ۱۱ اربو روپیو یوه معاهده کړې چې بلوچستان کې د اوبو ستونزه هواره کړي.
په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوانی سېنېټر عثمان کاکړ وايي، په جنوبي پښتونخوا کې په سلو کې اتیا برخې د میوو باغونه وچ شوي، پینځه زره چشمې او نهرونه وچ شول او په ځینو سیمو کې له زرو تر ۱۵ سوو فوټه پورې اوبه لاندې تللې دي.
دی زیاتوي: "سږکال واورې او د ژمې او پسرلې بارانونه ونشول. صوبايي او مرکزي حکومت بندونه جوړ نه کړل. خلک ځنګلونه پرې کوي. که حالات هم داسې وو نو د غریزو سیمو نور خلک به هم کډه شي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بلوچستان د اوبه خور وزیر نور محمد دومړ بیا مشال رېډیو ته څه موده وړاندی ویلي ول چې حکومت په صوبه کې د اوبو د ستونځو هوارولو لپاره ګڼې منصوبې پیل کړي او د دې ترڅنګ د ۲۰۲۰ م او ۲۰۲۱م مالي کال بودیجه کې یې ورله ۲۲ اربه روپۍ هم بېلې کړي دي.
وچکالۍ نه یوازې د بلوچستان، مومندو او باجوړ سیمې اغیزمنې کړي بلکې د خیبر پښتونخوا غریزې سیمې دیر اوسېدونکي هم د اوبو د نیشتوالي، د چینو او ابشارونو وچېدو شکایت کوي.
په بره دیر کې مدني فعال ابرابر خان وویل چې په دیر کې ۷۰ فيصده چینې وچې شوي دي."په دیر ټاون کې خلک د حکومتي سکیم اوبه کاروي او دغه اوبه هم له سهاره د ماښام تر شپږو پورې وي بیا د شپې نه وي. خو نور کلي بیا له دې محرومه دي."
د اوبو سمبالولو کارپوهه ډاکټر رزاق ناصر وايي، چې د وخت له تېریدو سره په پښتونخوا کې د اوبو کچه خطرناک حد ته لاندې شوې ده.
هغه زیاته کړه، که د اب و هوا بدلون ، بندولو جوړولو او د اوبو خوندي کېدو ته پام ونشو نو په راتلونکي کې به وچکالي د پاکستان نورې سیمې هم اغیزمنې کړي.
په سېډني کې د اقتصاد او سولې انسټيټیوټ د پاکستان په ګډون د نړۍ په ۱۵۷ هېوادونو او سیمو کې تر څیړنې وروسته د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر نهمه په یو راپور کې ویلي ول چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به د دې هېوادونو له جملې څخه ۳۴ فیصده هېوادونه د اوبو او ۲۲ سلنه به یې د خوراک له لوی کمښت سره مخامخ شي چې له وجې به یې میلیونونه خلک بې کوره او بې ځایه شي.
رپورټ زیاتوي، له ۱۹۹۰ز څخه تر ۲۰۱۹ز کال پورې، د شاوخوا درې لسیزو په موده کې په پاکستان کې دوې لویې وچکالۍ تېرې شوې دي.
د خیبرپښتونخوا د ځنګلونو او ماحولیاتي چارو وزیر سید محمد اشتیاق مشال رېډیو ته وویل چې د اوبو مسله هوارول د دوی د حکومت په لومړیتوب کې ده." اوبه، بجلي او ګیس رسول زموږ په لومړیتوب دي. د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره موږ ۱۰۰ اربه روپۍ بېلې کړي دي. بل موږ د اوبو د خوندي کولو لپاره واړه بندونه جوړوو او د ونو لګولو سره به هم ماحول ښه شي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې په واک کې تر راتلو وروسته د ۱۰ اربه ونو لګولو پروګرام پیل کړی چې له مخې يې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هم ونې لګول شوي دي.
حکومت وايي، که دا منصوبه کامیابه شوه نو ورسره به د بارانونو کلنۍ کچه زياته شي او وچکالي به ختمه شي.