د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د اګست میاشتې تر۳۱مې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېږي.
جو بایډن وویل، د ځواکونو د کمولو بهیر په خوندي او منظم ډول مخ ته ځي او د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
بایډن دغه اعلان تېره شپه په سپینه ماڼې کې وکړ او ویې ویل، هغسې چې د اپریل په میاشت کې یې اعلان کړې وه، په افغانستان کې د امریکا هدف چې عدالت ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن راکاږل او پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو د نورو ترهګرو ځپل او د القاعده کمزوري کول و، ترلاسه شوی دی.
بایډن چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د خپلې پرېکړې له امله د انتقاد کوونکو تر فشار لاندې دی وویل، افغانستان ته امریکا د ملت جوړلو لپاره نه وه تللې او په دې هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي.
بایډن وړاندې وویل: "موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي، دا حق او مسولیت یوازې د افغانانو دی چې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي چې په څه ډول غواړي د خپل هېواد چارې سمبال کړي."
موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي.
بایډن د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له ځواکونو سره د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه او د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو له لوري وروستیو چټکو پرمختګونو ته په پام یې وویل چې دی ډاډه دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځوکونه به وکولای شي چې د طالبانو په وړاندې ودریږي.
بایډن د خپلې وینا په پای کې په سالون کې د حاضرو خبریالانو چې هر یوه هڅه کوله خپله لومړنۍ پوښتنه وکړي، له ډېرو سختو پوښتنو سره مخامخ شو.
له بایډنه لومړنۍ پوښتنه واک ته د وسله والو طالبانو د احتمالي رسېدو په اړه وه نو نوموړي په ځواب کې ورته وویل، شااوخوا ۷۵ زره وسله وال طالبان د درې لکو افغان امنیتي ځواکونو هېڅ برابري نه شي کولای.
ولسمشر بایډن دغه راز وویل چې هغه په زرګونو افغانان به چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، وکولای شي چې په متحده ایالاتونو کې پناه واخلي.
هغه زیاته کړه، د جنوري له میاشتې راهیسې چې ده د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، تر اوسه د ویزې د ځانګړې پروګرام په ترڅ کې د دوه نیم زره افغانانو غوښتنلیکونه منل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تر ټاکلې نېټې مخکې چې د سېپټمبر ۱۱مه وه، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د اګسټ ۳۱مه نېټه داسې مهال اعلانوي چې پنټاګون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نوي په سلو کې بشپړ شوی دی.