په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وبا له کبله ځنډول شوې لوبې بیا پیل شوي

د خیبر پښتونخوا سپورټس ځانګه وايي، سږکال په مارچ مياشت کې د کورونا د درېیمې څپې له وجې ځنډول شوې ځينې لوبې د جون له ۱۲مې پیل شوي او ځينې به کېدای شي د روانې مياشتې په پایه او په اګست کې پیل شي.

د جولای پر اوومه په پېښور کې د باکسنک مقابلې ترسره شوې چې په فاينل مېچ کې يې د پېښور کامران عبدالوهاب د افغانستان حامد خان ته ماتې ورکړه.

همداراز د هاکۍ ټورنمنټ چې د جون پر ۱۲مه پیل شوی و او شپږ ټيمونو په کې برخه واخیسته فاينل مېچ يې د جولای پر اوومه په قيوم سټېډيم کې پشاور ګرين وګټو.

د جولای له څلورمې په اېبټ اباد کې د فوټبال لوبې هم روانې دي چې په کې له ټول پاکستانه ۱۲ لوبډلې برخه اخلي چې په کې يوه د قبايلي سيمو او دوه د نورې خېبر پښتونخوا هم دي.

د خېبر پښتونخوا د سپورټس څانګې مشر اسفنديار خټک د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وويل، دا مهال هغه لوبې روانې دي چې په کې تماشايان تر کنټرول لاندې وي او کورونا مخنيوي تدابير په کې عملي کېدای شي.

نوموړی وايي، که کورونا ناروغي کنټرول شوه نو د قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا سپورټس ميلې او د هغو لپاره ټرايلز به په اګست او سپټمبر مياشتو کې کېږي:

"په دې دواړو میلو کې به شاوخوا ۱۲ زره لوبغاړي برخه اخلي. په دې لوبو کې کرکټ، هاکي، بېټمنټن، سکواش او نورې يوشمېر لوبې شاملې دي."

که څه هم د خېبر پښتونخوا د سپورټس څانګې مشر وایي، د کورونا ممکنه څلورمې څپې له وجې کېدای شي دوی دغه سپورټس مېلې پر ټاکل وخت پیل نه کړي خو د پېښور اسلاميه کالج د سيورټس څانګې مشر او خبريال علي هوتي د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وويل، که د پاکستان سپر ليګ مېچونه کېدای شي او ټوکيو ولمپک هم له ۲۳ مې جولای پیل کېږي نو خیبرپښتونخوا حکومت هم کولای شي چې له تماشيانو بغېر يا د کورونا مخنيوي هداياتو عملي کولو سره سره د قبايلي سيمو کرکټ سپر ليګ او نورې لوبې پیل کړي:

"د اې پي اېل مېچونه پيلېږي.د پاکستان او انګلستان مېچونه روان دي. نور نړيوال کېمپونه هم روان دی نو پکار ده چې په خېبر پښتونخوا کې د سپورټس مېلې پیل شي. البته خلک بايد له کورونا د ځان ژوغورنې په تدابيرو عمل وکړي."

همداراز څرګندونې د کرمې ضلعې نبيله خان هم کوي. نوموړې چې د ۲۰۱۶ز کال ځوانانو سپورټس ميله کې يې په بېډمېنټن، ټېبل ټېنس او اتلېکټس درې واړو کې د سروزرو مډالونه اخیستي د جولای پر اتمه یې مشال راډیو ته وويل چې د کورونا وبا له امله يې ډېری ټورنمنټونه ونه شول چې له کبله يې د دوی د سپورټس موده له لاسه ووته، پريکټس يې هم ونه شو او له مالي ګتې هم بې برخې شول:

"د قايداعظم ټرافۍ او ګورنر ټرافۍ پیلېدو خبرونه راورسېدل او موږ هم ډېر خوشاله وو چې لوبې به وکړو او پيسې او مډالونه به هم وګټو خو د کورونا له وجې ونه شول او موږ ډېر مايوسه شو."

د کورونا له وجې نه يوازې د لوبې میلې بلکې د قبايلي سيمو کرکټ سپر ليګ هم ځنډول شو.

د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې د قبايلي سيمو سپرليګ فاينل مېچ چې د خېبر بلو او کرم زمري ترمنځ وو د کورونا له وجې وځنډول شو او لا هم معلومه نه ده چې دغه فاينل مېچ او سږنې سپر ليګ به کله کېږي.

د باجوړ لوبډلې مشر محمد عمران وايي، په دې لوبډله کې د يو لوبغاړي قيمت تر دوو لکو پورې وو او دارنګ د شاوخوا ۲۰ لوبغاړو په اخېستو د هرې لوبډلې مالک کم از کم ۱۵ لکه روپۍ لګېدلې وې.

نوموړی وايي، که يو خوا سږ کال له دغو پيسو لوبغاړي بې برخې شول نو بلخوا بيا د لوبډلې مالکان چې زياتره کاروباريان وو او د دې لپاره يې پيسې لګولې وې چې دوی او کاروبار يې شهرت ترلاسه کړي نو هغه کار هم ونه شو.

عمران د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وويل، په پي اېس اېل کې د لاهور قلندرز مالک رانا فواد او د خیبر زلمي لوبډلې مشر جاويد اپريدی د دې لپاره پيسې لګوي چې دوی او ورسره د دوی کاروبار مشهور شي:

"د پاکستان سپرليګ د زلمي لوبډلې جاويد اپرېدی او داسې نور کاروباريان خلکو له هغه وروسته وپېژندل چې لوبډلو يې په ليګ کې برخه واخېسته. نو موږ هم دا کوښښ وکړ او د پاکستان ځينې موجوده او پخواني نړيوال لوبغاړي لکه محمد افتخار او عمران نذير او داسې نور مو په د قبايلي سيمو سپرليګ لپاره په مېچونو کې واخېستل خو د کورونا له وجې دغه مېجونه ونه شول نو موږ له ډېر تاوان سره مخ شو."

د خېبر پښتونخوا د سپورټس څانګې مشر اسفنديار خټک دا مني چې د کورونا له وجې لوبو، لوبغاړو او له دې سره د تړلو خلکو ډېر زيان شوی خو نوموړی وايي چې د کورونا پر مهال دوی ۱۲ لوبغاړو ته مياشتنۍ وظيفې ورکول پېل کړي دي چې په کې د سرو زرو مډال ګټونکی ته د مياشتې پر سر ۱۰ زره، سلور ګټونکی ته اته او براون ګټونکی ته پينځه زره روپۍ ورکول کېږي.

خو د نبيلې په شان لوبغاړي وايي چې دا پيسې هغه چاته ورکړل کېږي چې په دې وروستيو کې يې مډالونه ګټلي دي.

نوموړی وايي، بايد چې حکومت ټولو لوبغاړو ته وظيفې ورکول پیل کړي چې دارنګ دوی پرې خپل خوراک او د لوبو ورزشونه جاري وساتي.