د کابل هوايي مېدان لپاره د ترکيې پوځ د ممکنه پاتې کېدو په اړه د طالبانو خبرداری

په کابل کې حامد کرزی نړيوال هوايي مېدان

د طالبانو استازو ترکيې ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې ځواکونه پاتې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې انقرې اعلان کړی چې د کابل هوايي ډګر چې رسمي نوم یې حامد کرزی نړيوال هوايي مېدان دی، د ساتنې لپاره د ځواکونو په پاتې کولو غور کوي.

دا هم وګورئ: طالبان د خپلې واکمنۍ د دورې پرتله بدل شوي او که نه؟

د مې له لومړۍ نېټې له کله نه چې امريکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پېل کړي دي نو طالبانو د افغانستان د ۴۲۳ ولسواليو دريمه برخه نيولې او د افغان حکومت د ممکنه سقوط په اړه یې اندېښنې موندلې دي.

دې حالاتو د جولای په ۱۳ مه افغان ولسمشر اشرف غني دې ته اړ کړ چې د افغانستان شمال ته سفر وکړي او پر ځمکه امنيتي حالات وګوري.

په افغانستان کې په ناټو کې د ترکيې پوځي دسته د کابل هوايي مېدان امنيت ساتنه او د هوايي ميدان بنيادي خدمات مخې ته وړي او دا له دې کبله ډېر ستراتژيکي ارزښت لري چې په بېړنيو حالاتو کې له افغانستانه د چارواکو او ديپلوماتانو د وتو لپاره يوازينۍ بېړنۍ لار ده.

انقره وايي چې له افغان حکومت او واشنګټن سره يې په کابل هوايي ډګر کې د ځواکونو پاتې کولو خبرې روانې دي تر څو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دا مېدان فعاله وساتل شي.

طالبانو د جولای په ۱۳ مه بيان کې ويلي دي چې د ترکي مشرتابه پريکړه ناسمه مشوره ده او په وينا یې چې ترکي خپله قبضه غځوي نو ځکه دا ډله چمتو ده چې پر دې مسله جګړه وکړي.