د افغانستان په ختیځ کې د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې سيلابونو نه یوازې دا چې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې بلکې ګڼ کورونه يې هم په اوبو لاهو کړي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، سيلابونو د کامدېش ولسوالۍ په مېردېش کلي کې لږ تر لږه ۱۷۳ کورونه په اوبو لاهو کړي چې له امله یې ۱۱۳ تنه مړه شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ځاني زیان ترڅنګ، سيلابونو پراخ مالي زیان هم اړولی دی.
د نورستان والي زیاتوي، "۱۲ کیلوميټره سړک په بشپړ ډول اوبو لاندې کړی، ۱۱۰۰ جریبه ځمکه یې تخریب کړې، د اوبو ۱۰ ژرندې یې ویجاړې کړي، یو جامع جومات او ۱۰ دوکانونه یې هم ویجاړ کړي دي. همدا راز د مېردېش د شپږ فرعي پلونو ترڅنګ يې ۱۰ نور پلونه هم ویجاړ کړي دي."
ښاغلي عبدالقیوم د پېښې له کبله د تلفاتو د زیاتېدو خبره کوي، خو د سيلابونو له امله اوس مهال د ورک شويو او لا درکه کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نه وړاندې کوي.
د نورستان والي وايي، سیمې ته دوی مرستندویه ډلې لېږلي، خو دا چې سيلابونو نېږدې ۱۲ کیلومټره سړک هم ویجاړ کړی، له همدې امله د بېړنیو مرستو د رسېدو بهیر ټکنی دی.
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، د سرې میاشتې پينځه ټیمونه سیمې ته رسېدلي، چې خلکو ته د لومړینو مرستو پر رسولو سربېره، د وضعیت په اړه بشپړ معلومات راټول کړي.
د دې وزارت ویاند تمیم عظیمي نن (جولای ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل، "متاسفانه سیمه د حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې ده. زموږ همکاران نه دي بریالي شوي چې هلته ولاړ شي. مخالفانو د توکو د لېږد اجازه نه ده ورکړې. موږ له بشري مرستو رسوونکو همکارانو څخه د مرستې غوښتنه کړې."
عظیمي ډاډ ورکوي چې حکومت به سيلاب ځپلو ته هر ډول مرستې ورسوي او تر خوا یې له مرستندویه او بشري مرسته رسوونکو ادارو غواړي چې د دې پېښې له امله د زیانمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
که څه هم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د حکومت مخالفان یې سیمې ته نه ور پرېږدي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون (جولای ۳۰مه) مشال راډیو ته وویل، ټولو مرستندویانو او د دولت بې وسلې مامورینو ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندوینه کړې چې د نورستان په ګډون په کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سيلابونو راوتلو اټکل شته.
خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، له نورستان پرته په بل کوم ولایت کې د ډېر اورښت او د سيلابونو د راوتلو راپور نه دی ورکړل شوی.