د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه ‌پال ووژل شو

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه ‌پال په کابل کې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مینه پال وژل تایید کړي او پخواني ویاند یې طارق ارین په خپله فیسبوک پاڼه کې دواخان مینه پال د طالبانو او پاکستان ضد څېره او مړینه یې لوی غم بللی دی.

د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

مینه ‌پال له دې وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال و.هغه څو کاله له ازادي راډیو سره د خبریال په توګه هم کارکړی و.

طالبانو د ښاغلي مینه پال د وژلو مسولیت واخیست.

د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد شیبه مخکې وویل چې د کابل د ادارې د اطلاعاتو او رسنيو د‌ مرکز مشر دواخان مینه پال د کابل په دارالامان سیمه کې د مجاهدینو په یوه ځانګړي برید کې ووژل.

طالبانو د چمن-بولدک لار وتړله

بلخوا د افغانستان او پاکستان ترمینځ د چمن لاره د اګست پر شپږمه یو وارې بیا د تګ راتګ او تجارت لپاره وتړل شوه.

د بلوچستان چارواکو نن وویل، لاره په سپین بولدک کې طالبانو تړلې ده. طالبانو د جولای پر ۱۴مه نېټه د کندهار سپین بولدک ولسوالي نیولې وه او له هغې وروسته په چمن کې د «دوستۍ دروازه» څو وارې تړل شوې او پرانېستل شوې ده.

په چمن کي د ځايي چارواکو په وینا طالبان وايي چې ترڅو پاکستان په هغه ملک کې میشت اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د ورتلو اجازه نه وي ورکړې نو د چمن-بولدک لار به تړلې وي.

دا بیان د اګست پر ۵ مه نېټه د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي حاجي وفا په یوه جاري کړي خبرپاڼه کې کړی.

د بلوچستان د سوداګرو د اتحادیې مرستیال بدارالدین کاکړ نن مشال راډیو ته وویل، د لارې بندېدل د هغوی ستونزې زیاتوي.

"د لارو بندېدل د دواړو خواوو تجاران زیانمنوي ځکه چې دواړو خواوو ته بار شوې لارۍ ولاړې پاتې دي او مالونه خرابېږي."

تازه راپورونه وايي، د لارې د بندېدو له وجې دواړو غاړو ته سلګونه کسان بند پاتې شوې او لوی بیروبار جوړ دی.