د جنوبي وزیرستان امنیت ولې خراب دی او هلته څه روان دي؟

په داسې حال کې چې په جنوبي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو او عادي وګړو بریدونه ډېر شوي، د سیمې سیاسي او ولسي مشرانو او وکیلانو د اګست پر اوومه په ټانک کې د ډپټي کمېشنر له دفتره تر محسود پرېس کلبه پورې یو احتجاجي لاریون وکړ.

دوی له حکومته په سیمه کې د امنیت یقیني کولو او د امنیتي ځواکونو له خوا پر کورونو د چاپو د مخنیوي غوښتنه کوله.

د احتجاجي غونډې یو منتظم او قبایلي مشر ملک سعید انور په دغه اړه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې تر ۱۰ کلونو پورې پوځي عملیات ترسره شول، خلک بې کوره او بېروزګاره شول، خو بیا هم د سیمې د امنیت ستونزه هواره نه شوه.

نوموړي زیاته کړه:"په کورونو د ملیشې او پوځ سرتېري ننوځي او د خلکو د پردې او د کور د تقدس خیال نه ساتل کېږي. خلک له کورونو وړل کېږي او بیا په میاشتو او کلونو د پوځ په عقوبت خانو کې پراته وي. دوی موږ ته وايي چې له بهره څوک راځي نو موږ خبروئ، نو موږ دا وایو چې امن ټینک ساتل د پوځ او پولیسو ذمه واري ده. بل موږ دا کار کولای نه شو، ځکه چې امنیتي ځواکونه خپله محفوظ نه دي نو بیا موږ څنګه خوندي پاتې کېدای شو؟"

دا هم وګورئ:

جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې ماشوم وژلید ماین چادونو ښکار جنوبي وزیرستانپر ډېورنډ کرښه اغزن تار د دواړو خواوو ولسونو ژوند ګران کړیله ۲۰۰۸ راهیسې قبایلو کې د ماینونو چاودنو شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په عین حال کې له سیمې څخه د قامي اسمبلۍ استازی مولانا جمال الدین او سېنېټر دوست محمد د اګست پر شپږمه په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، حکومت دې امنیت پر ځای کړي او سیمه دې له ماینونو پاکه کړي.

په دې اړه د اګست پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د واکمن تحریک انصاف ګوند سېنېټر دوست محمد وویل چې حکومت دې د تل پاتې کرارۍ لپاره د ولس ستونزې هوارې کړي.

ده وویل:

"د جنوبي وزیرستان خلک د ماینونو له کبله ډېر خفه دي نو پکار ده چې حکومت دا ماینونه ژر تر ژره پاک کړي، بله دا چې حکومت ته مو ویلي دي چې کوم بې ګناه خلک یې نیولي دي نو هغه دې خوشي کړي او درېیمه دا چې زموږ د کورونو سروې شوې ده خو تر اوسه له چا سره مالي مرسته نه ده شوې او کورونه دغه شان ړنګ پراته دي."

بلخوا چارواکي وايي چې په سیمه کې د امنیت لپاره عملیات کوي او هڅه کوي چې د ولس ستونزې هوارې کړي.

د سیمې پولیسو مشر شوکت علي وايي، جنوبي وزیرستان له افغانستان سره ۱۰۷ کلومیټره اوږده پوله لري او سره له دې چې پر پوله تر ډېره حده اغزن تار غځول شوی، بیا هم له افغانستانه وسله وال راننوځي او بریدونه ترسره کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له افغانستان سره پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ شوی: پاکستان پوځ

نوموړي وړاندې وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو شمېر او بریدونه زيات شوي دي چې پر ضد یې هره ورځ پولیس او پوځ عملیات کوي.

هغه وايي:

"تر کومه چې د مقامي وسله والو خبره ده نو د محسودو په سیمه کې وسله وال نه شته، چې کوم دي نو هغه د امن کمېټۍ غړي دي چې له امنیتي ځواکونو سره په شریکه د ترهګرو پر ضد جنګېږي. موږ ته لویه ستونزه له هغو وسله والو راپېښه ده چې د پولې له هغې خوا نه داخلېږي."

خو د سیمې قبایلي مشر ملک سعید انور وايي، دا مهال په جنوبي وزیرستان کې ټول واک د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په لاس کې دی او پولیس او انتظامیه د هغوی له اجازې پرته هېڅ هم نه شي کولای.

نوموړی وايي:

"په سیمه کې به هېڅوک داسې ونه وايي چې کوم وسله وال را اوړېدلي دي یا یې برید کړی، خو راپورونه راشي چې هلته برید وشو یا دلته پر امنیتي ځواکونو برید وشو. ظاهره خبره ده چې افغانستان او دا سیمې خو له یو بله ډېر ليرې دي. پر پوله داسې غر نشته چېرته چې به د امنیتي ځواکونو پوسته نه وي. موږ په دې نه پوهیږو چې دا هرڅه کېږي څنګه؟"

دا هم وګورئ: امنیتي ادارې زموږ د مشرانو ساتنه کې پاتې راغلي: عوامي نېشنل ګوند

د یادونې وړ ده چې د جنوبي وزیرستان په لده کې د اګست پر پينځمه په یو وسله وال برید کې د پوځ د یو کېپټن په ګډون څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي وو.

په لده کې د اګست پر پينځمه د ځایي خلکو یوه جرګه هم شوې. جرګې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې او پرېکړه یې کړې چې دا ځل که هر څه وي، له خپلو سیمو څخه به کډې نه باروي.