امریکا د افغانستان پر امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې

کندز ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ د جګړې پر مهال یوه مارکېټ اور اخیستی دی. ۲۰۲۱، ۸م اکست

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان پر روانو امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او وايي، چې سمې خوا ته نه دي روان.

د دې وزارت ویاند جان کربي د ګل/دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل چې امریکا اوسني وضعیت ته اندېښنه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه وړتیاوې لري چې د وسله والو طالبانو پروړاندې جګړه مخ ته یوسي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کربي د طالبانو په لاس د یوشمېر ولایتونو د ښارونو سقوط ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې تړلې چې په دغه حساس پړاو کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره خپله اراده وښيي.

افغان چارواکي تر ډېره له افغانستانه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل او له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ دوام د اوسنيو حالاتو اصلي سببونه بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي په دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "هغه ترهګر چې افغانستان ته رالېږل کېدل، هغه هم اوس بې ساري دي. په سلګونو مدرسې هلته په پاکستان کې رخصت شوې او په لسګونه زره کسان د افغانستان خاورې ته رالېږل شوي دي. د پاکستان د پوځ افسران، د هغوی منسوبین دلته مشخصاً په افغانستان کې د طالبانو په خوا کې د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي."

دغه راز د افغانستان روان وضعیت یو شمېر افغانان هم هڅولي چې د ټولنیزو شبکو له لارې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي. د هشټګ په یوه کمپاین کې چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې پیل شوی، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر پاکستان دې چې د دوی په وینا په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي ملاتړی دی، بندیزونه ولګوي.

پر ټولنیزو رسنیو پر پاکستان د بندیز غوښتنه. د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح ټویټ

خو پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو مسولیت باید پر دوی وانه چول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داګست پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، مسله د افغانستان د حکومتوالۍ او د افغان امنیتي ځواکونو ناکامي ده چې نړیواله ټولنه باید ورته پام وکړي.

شاه محمود قریشي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قریشي پر افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې د تېرو شلو کلونو پانګونه تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، د دغو ځواکونو وړتیاوې، روزنه او تجهیزات څه شول او زیاته یې کړه دا چې لیدل کېږي، دغه ځواکونه د جګړې اراده نه لري او تسلیمېږي، پړه یې باید پر پاکستان وانه چول شي.

د امریکا چاپېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د یوې لیکنې سرلیک دی، داسې مهال چې طالبان ښارونه نیسي، امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي.

نیویارک ټایمز په خپلې دې لیکنه کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د څو ولایتي مرکزونو نیولو ته اشاره کړې او وايي که طالبانو همداسې چې اوس‌یې د افغانستان په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه نیولي، یو کال مخکې دا کار کړی وی، نو د امریکا غبرګون به له قهره ډک و.

جنګي جېټ الوتکې او هلیکوپټرو به په ځواک سره ځواب ورکړی وی، دا سخت دریځه اسلام‌پالي به‌یې پر شا تمبولي وی او یا به ‌یې لږترلږه د دوی د پرمختګ مخه نیولی وی. خو د ورځپاڼې په وینا دا جلا وختونه وو.

دوحه غونډه

د قطر پلازمېنه دوحه چې د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د په ټپه درېدلو خبرو کوربنه ده، نن پکې بیا د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت یوه بله غونډه کېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.