پاکستان جمهوري غورځنګ به بیا پیاوړی شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو تحریک هڅه کوي چې بيا په يوه قوت خپل ځان د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د حکومت پرضد پیاوړی کړي. په ۲۰۲۰ز کال کې په جوړ شوي دې غورځنګ کې ۱۱ ګوندونه شامل ول چې د هېواد په يوشمېر ښارونو کې یې د حکومت ضد لويې جلسې کړې وې خو د پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند تر وتو وروسته غورځنګ خپل پخوانی زور له لاسه ورکړ. پوښتنه دا ده چې پي ډي اېم اوس دا توان لري چې د پخوا په شان زورور شي او د حکومت لپاره مشکلات پیدا کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شوي دي.