په افغانستان کې د امریکا هدف هېڅکله هم ملت جوړونه نه وه: جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې صحنې دردونکې دي او پېښې له تصوره لېرې پېښې شوي، خو دی له دې هېواده د ځواکونو د اېستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کوي.

بایډن زیاته کړه: "زه په کلکه د خپلې پرېکړې تر شا ولاړ یم. له شلو کلونو وروسته ما سخته لار زده کړې چې هېڅکله هم د ځواکونو د اېستلو لپاره مناسب وخت نه و راغلی."

په افغانستان کې د امریکا ګټې تل پر دې څرخېدې چې د امریکا پر خاورې له دې هېواده د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.
جو بایډن


ولسمشر بایډن دغه څرګندونې په چټکۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بېګاه شپه له سپینې ماڼۍ ملت ته په وینا کې وکړې او ویې ویل، د طالبانو پر وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.

بایډن وویل: "د افغانستان سیاسي مشران تسلیم شول او له هېواده وتښتېدل. د افغانستان پوځ دړې وړې شو. امریکایي ځواکونه نه شي کولای او باید هم هغه جګړه مخ ته یو نسي او پکې مړه نه شي چې افغان ځواکونه د خپل ځان لپاره جګړه نه شي کولای."

بایډن وویل چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره یې ټول امکانات د افغانستان پوځ ته ورکړي، خو هغوی جګړه ونه کړه.

ولسمشر بایډن وویل، موږ څه باندې یو تریلیون ډالره ولګول.

د افغانستان وسله وال ځواکونه مو وروزل او تجهیز مو کړل چې شمېر یې له درې لکو اوښتی او ټول امکانات مو چې ورته یې اړتیا درلوده ورکړل، څو خپله راتلونکی وټاکي، خو دا شی چې موږ به د دوی د راتلونکي لپاره جنګیږو، دا کار موږ نه شوای کولای.

ولسمشر بایډڼ وویل، په افغانستان کې د امریکا ګټې تل پر دې څرخېدې چې د امریکا پر خاورې له دې هېواده د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د امریکا هدف په افغانستان کې هېڅکله هم د ملت جوړونې نه وو.

طالبانو په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې د ولایتونو د پرله پسې لاندې کولو وروسته د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ونیو، د افغانستان حکومت ړنګ شو او ولسمشر اشرف غني هم له هېواده وتښتېد.

کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته په زرګونو افغانانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړه چې له هېواده ووځي.

په هوایي ډګر کې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې او ګډوډیو له امله د څو تنو د مړه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که د امریکا پر پوځي پرسونل برید وکړي یا د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره پوځي عملیات ته خنډونه جوړ کړي نو د امریکا له چټک او سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د م.م بیړنۍ غونډه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګویتېرېش د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې له ټولو امکاناتو په دې هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره کار واخلي.

ګویتېرېش د اګست پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړه شوې وه، وویل، له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي.

دی وايي: "له طالبانو او ټولو اړخونو غواړم چې د بشر پالنې د نړیوال قانون او د ټولو افرادو د حقونو او ازادیو درناوي وکړي او د هغوی ساتنه وکړي. موږ ته له افغانستانه پر بشري حقونو د سختو محدودیت لګولو ټکان ورکوونکي راپورونه رارسېږي او زه په تېره د افغان ښځو او نجونو چې تورو ورځو ته د بېرته ورګرځېدو څخه ویره لري، له حقونو په زیاتیدونکي ډول سرغړونو ته اندېښنه لرم."

ګویتېرېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې د افغانستان وګړي باید په دې حساس وخت کې یوازې پرې نه ښودل شي.

پر افغانستان په بېړه د طالبانو له واکمنېدو سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې ښایي دا هېواد هغه پرمختګونه له لاسه ورکړي چې په تېرو دوو لسیزو کې د بشري حقونو په برخه کې شوي دي.

د طالبانو په پخوانۍ واکمني کې ښځې او نجونو له کار کولو او زده کړو بې برخې وې او ان له چادرۍ پرته یې نه شوای کولای چې له کوره ووځي.

ګویتېرېش وویل، له ټولو اړخونو په تېره له طالبانو غواړو چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د بشري اړتیاوو د خوندي کولو لپاره له زغمه کار واخلي.

ګویتېرېش دغه راز له ټولو هېوادونو وغوښل چې افغان پناه غوښتونکو ته خپله غیږه پرانیزي او له خپلې خاورې په زوره د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام محمد اسحق زي وویل، طالبان په هغو ژمنو چې دوحه او نورو نړیوالو غونډو کې یې کړي عمل نه کوي.

هغه زیاته کړه چې دې ډلې په کندهار او نورو ولایتونو کې پوځیان او ملکیان وژلي او باید ورته اجازه ورنه کړل شي چې دا ډول کړنې په کابل کې ترسره کړي.

اسحق زي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له طالبانو وغواړي چې پر هغې عموي عفوې چې اعلان کړې یې ده عمل وکړي: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د تاوتریخوالي د سمدستي درولو او د بشري حقونو او د بشرپالنې نړیوالو حقوقو ته د درناوي د غوښتنې لپاره له ټولو امکاناتو چې په اختیار کې یې دي کار واخلي. له طالبانو دې وغواړي چې دا ډله د اعلان شوې عمومي عفوې درناوی وکړي، هدفي او غچ اخیستونکې وژنې پای ته ورسوي او د بشري نړیوالو قوانینو درناوی وکړي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دغه راز وویل چې امنیت شورا باید په افغانستان کې د یوه هر اړخیز لنډمهالي حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د استونیا، ناروې، امریکا، بریتانیا، فرانسې، مکسیکو او ایرلند په ګډون د اکثره هېوادونو استازیو په دې بیړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي درولو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان له خلکو سره به ودریږي.