د پاکستان حکومت د کورونا مخنیوي لپاره ځیني نور بندیزونه اعلان کړل

په پېښور کې یوه نرسه یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ قابو کولو قومي د یادې وبا مخنیوي لپاره د لګولو نور بندیزونو له مخې په خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام اباد کې تعلیمي ادارې تړلې دي.

نېشنل کمانډ اینډ اپریشن سنټر د سېپټمبر پر درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي بندیزونه به د پنجاب په ۱۵ او خیبر پښتونخوا په هغه ۸ ضلعو کې عملي کېږي چې وایرس ډېر خلک ځپلي دي.

د اعلامیې ترمخه به د خیبر پښتونخوا په پېښور، صوابۍ، مالاکنډ، سوات، هریپور، ایبټ اباد، مانسهره او ډیره اسماعیل خان کې د خلکو یو ځای ته پر راټولیدو او د ضلعو ترمینځ د ګاډو پر تګ راتګ بندیز وي او تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر تر ۱۲مې تړلې وي.

د پېښور په یوه غیر سرکاري اداره کې کار کوونکي شاهد خان مشال راډیو ته وویل، خلک په تګ راتګ کی ډېره ستونزه لري.

ده وویل، "راولپنډۍ ته ګاډې روان دی، نورو صوبو ته ګاډي روان دي، خو له پېښوره د دې صوبې اته ضلعو ته ګاډې بند دي، خلک جمع شوي د ګاډو اډو کې ولاړ دي، چیرته پټ پناه ورته ټیکسي ملاو شي نو تر مردانه یو زر روپۍ ورکړې او لاړ شي. دا ډېره لویه ستونزه ده ځکه له دې څخه عام خلک چې غریب دي ډېر متاثره کېږي."

دا هم وګورئ:

د اورکزی ضلعې په یو سکول کې ۲۵ تنه کورونا وهليچین د پاکستان مالونو کې کورونا وایرس موندلی، کانټینرونه یې ورستانه کړي اماراتو ته د تلونکو پاکستانیانو چټک کورونا ټیسټونه په هوايي ډګرونو کې پیل شوي

په دې اړه د سوات یو خبریال فضل خالق د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته ویل، د دوی د ماشومانو تعلیمونه د کورونا بندیزونو له وجې ډېر متاثره شوي دي.

ده وویل، "اوس چې دا کوم نوي بندیزونه ولګیدل، ښکاري چې د زده کوونکو ژوند تیارو اړخ ته روان دی، پکار ده چې د ماشومانو د تعلیم لپاره د سکولونو بندیزونو پر فیصله نظرثانې وشي چې د دوی تعلیم خراب نه شي."

بلخوا د صحت خدماتو وزارت ویاند سجاد شاه وايي، هر هغه کس چې د ۱۸ کالونو دی کولای شي چې د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه تر اکتوبر ۱۵مې د فایزر په نوم یوه ویکسین ولګوي، که داسې یې ونه کړه تعلیمي ادارو ته به یې په داخله پوخ بندیز ولګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا د رنځورانو شمېره لوړه شوې ده.