د سیند صوبې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بند د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وکیل قادر خان ايډوکيټ وايي، د جيل چارواکو او ډاکټرانو دا ځل هم د علي وزیر د ناروغۍ په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې نه کړ.
قادر خان ايډوکېټ دا څرکندونې د سېپټمبر پر څلورمه د علي وزیر د مقدمې تر اورېدنې وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړې.
ده وویل، د علي وزیر د ناروغۍ په اړه یې په تېره اورېدنه کې عدالت ته خواست کړی وو چې د هغه دې علاج په سمه او ښه توګه وشي.
قادر خان ايډوکېټ زیاته کړه، "عدالت علي وزير ته ور پېښې ناروغۍ په اړه جيل سپرټينډنټ ته امر کړی وو چې د علي وزير دې بيا معانيه وشي او رپورټ دې عدالت ته وړاندې کړل شي."
خو د قادر خان په وینا، نه د جيل چارواکو د سېپټمبر څلورمې په اورېدنه کې هغه رپورټ عدالت ته وړاندې کړ او نه هم د جيل ډاکټر عدالت ته حاضر شو.
د ترهګرۍ ضد ۱۲م نمبر عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين، د قومي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ او په دې مقدمه کې نورو مفرورانو د جايداد تړلو رپورټ هم غوښتی دی.
قادر خان ايډوکېټ په دې اړه وویل، "د قضيې اورېدنې پر وخت د جنوبې وزيرستان تحصيل سروکۍ تحصيلدار هم ياد عدالت ته وړاندې شو او او په دغه امر یې د عمل لپاره له عدالت څخه وخت وغوښت."
د قادر خان په وینا، عدالت د هغه غوښتنه ومنله او دا لارښوونه یې وکړه چې په دې برخه کې دې رپورټ ژر عدالت ته وسپارل شي.
ده زیاته کړه، "د مفرورانو د نيولو لپاره دا د ایین [له مادو سره سم] کارروايي ده چې پکې د مفرورانو د نيولو لپاره د هغوي اثاثی کنګل کېږي."
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۲۲مه نېټه د خپل مخکښ او په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر د خوشي کولو لپاره د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو.
دا هم وګورئ:
کراچۍ مظاهره کې د علي وزير د خوشي کېدو غوښتنه شوې
تر دې وړاندې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې سلګونو کسانو د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره د اګست پر ۱۳مه پراخ احتجاج کړی وو.
دوی د پاکستان له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه کړې وه چې په پارلیمان کې دې د دوی منتخب استازی زر تر زره خوشی کړي.
علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر له ۱۶مې بندي دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.
خو د علي وزیر وکيل قادرخان ايډوکيټ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي. دوی وايي ، علي وزير د ریاست خلاف نه دی بلکې په سوله ییزه توګه د پښتون قام اییني حقونه غواړي.
له علي وزير سره نيول شوي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي په ضمانت خوشي دي. د ده په ضمانت د خوشي کيدو خواست د ترهګرۍ ضد عدالت او سيند هايي کورټ رد کړی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه د ضمانت درخواست د ۲۰۲۱م کال د جون پر ۲۶مه سپریم کورټ ته وړاندې کړی وو چې تر اوسه یې یوازې یوه اورېدنه شوې ده.