په پاکستان کې د امریکا سفارت وايي چې د پاکستانیو نجونو لپاره يې د لوړو زده کړو لپاره ۷۰۰ تعليمي وظيفې اعلان کړې دي.
یاد سفارت د سېپټمبر پر درېیمه په یو بیان کې ویلي، هغه باصلاحيته نجونه له دې وظیفو ګټه اخیستلای شي چې په زراعت، انجنيرنګ، طب، سوشل ساينس او د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کول غواړي.
په بیان کې ویل شوي چې دا تعليمي وظيفې به د پاکستان د لوړو زده کړو له کميشن سره په ګډه د قابلیت پر بنیاد ورکول کيږي.
د پاکستان د لوړو زده کړو د کميشن مشرې ډاکټرې شايسته سهيل له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د دې تعليمي وظيفو په مرسته د ليرې پرتو سيمو ګڼ شمیر هغه نجونه چې د مالي مشکلاتو له وجې يې لوړې زده کړې نه شوې کولای اوس کامیابې شوې دي.
د شايسته سهيل په خبره د دې وظیفو تر لاسه کولو لپاره داسې طریقه کار جوړ کړل شوی دی چې قابلې او له مالي ستونزو سره مخامخ نجونه يې تر لاسه کړي.
د دې په وینا، دا ځکه چې دا مهال پي ايچ ډي ، ايم فل او د ماسټرۍ تعلیم په مالي حواله ډیر ګران دی او د هر چا د وس کار نه دی.
دا هم وګورئ: ۱۳ لکه بېوسه زده کوونکو ته وظيفې ورکوو: خيبرپښتونخوا حکومت
خو د پاکستان د لوړو زده کړو په کمیشن کې د دې تعليمي وظيفو پروژې مشرې عايشه اکرام د سيپتمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې دا مهال دا وظيفې د خيبر پښتونخوا د پنځو پوهنتونونو تر څنګ د پاکستان په ۳۰ پوهنتونونو کې ورکړل کيږي.
د دې په وینا، د دې تر څنګ په ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې يې هم تشهیر کيږي او هره زده کونکې بايد په خپل قابلیت په وسيله په دې پوهنتونونو کې داخله واخلي.
دې وویل، "د دې وظيفې لپاره د اهلیت معیار ډیر سخت دی، د زده کونکې د کورنۍ امدن که تر ۴۵ زرو پورې میاشتنۍ وي نو هغه د دې اهل دي، بیا د هغه نه پوښتنه کیږي چې د کور يې نوره څومره خرڅه ده، څو وروڼه خويندې يې دي چې زده کړې کوي، د هغوي څومره مصرف دی ، دا مصرف څوک پوره کوي؟"
د دې په وینا، چې کله په قابليت دا زده کونکې داخله واخلي نو بیا د هغه پوهنتون د داخلو څانګه پابنده ده چې دا ډول زده کونکو ته د دې تعليمي وظيفو په اړه مالومات ورکړي.
عايشه اکرام وويل چې د امریکا په مالي مرسته د دې تعلیمي وظيفو ټول مالیت ۳۰ میليونه ډالره دی خو د دې تر څنګ، هنګري، چین، د منځني ختیز هيوادونه، برتانيا او د نړۍ ۲۰۰ څخه زیات د لوړ معیار پوهنتونونه هم د پاکستان د لوړو زده کړو د کميشن سره په ګډه د اهلیت پر بنیاد پاکستانيو زده کونکو ته تعليمي وظيفې ورکوي.
په انګریزي ادب کې ماسټري کوونکې د کورمې ضلعې زینب بتول وايي، که دا وظیفه یې ترلاسه کړه نو پر پلار به یې بوج کم شي او د وړو څلورو وروڼو تعلیم له به ورته پيسې پاتې شي.
د باجوړ قبايلي ضلعې نازیه هادي وايي چې غواړي په بايو ټيکنالوجي کې ایم فل وکړي خو ورته د دا ډول تعليمي وظيفو په اړه هيڅ مالومات نه تر لاسه کيږي.
نوموړې مشال راډیو ته وویل، "موږ په خپل سر که په ګوګل یا په ټولنیزو پاڼو څه معلومات تر لاسه کړو نو هغه هم پوره نه وي ، بله دا چې په پوهنتونونو کې هم په دې اړه د اګاهۍ څه پروګرام نشته."
د امریکا د سفارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې په پاکستان کې د امریکا مرستندویه ادارې - یو ایس اېډ - په مرسته د لوړو زده کړو لپاره د وظیفو دا پروژه له ۲۰۰۳م کاله روانه ده او تر ۲۰۱۳م کاله يې ۵۳۰۰ هلکانو او نجونو ته دا وظيفې ورکړې وې.
بیان زیاتوي چې له ۲۰۱۳م کاله يې د دې وظیفو ۵۰٪ فيصده برخه د خيبر پښتونخوا د ضم شوو قبايلي ضلعو ، جنوبي پنجاب ، بلوچستان او سیند صوبې لرې پرتو سیمو لپاره مختص کړې ده.